د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه د دوحې، اسلام آباد او کابل په لور نوی سفر پیل کړی چې موخه یې بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره لار هوارول دي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې خلیلزاد به همداراز د بندیانو خوشې کول، د سولې هوکړې تطبیق او د تاوتریخوالي کمېدل هم بیا وارزوي.
له دې سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې طالبانو په فراه او نیمروز ولایتونو کې له خپلو بندخونو ۳۸ امنیتي ځواکونه ازاد کړي دي.
تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو دواړه لوریو ویلي چې د بندیانو خوشې کولو ته به دوام ورکوي.











