Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ امریکا او طالبان راتلونکې اونۍ یوځل بیا خبرو ته کېني

admin by admin
2019/06/23

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره به د سولې خبرې د جون ۲۹ مه یا راتلونکې اونۍ پيل شي.

خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، چې باور لري ټولې خواوې د سولې د پروسې چټکتیا غوښتنه لري.

خلیلزاد ویلي، (( وروسته له هغه چې افغانستان او قطر ته مې سفر وکړ، په دې پوه شوم چې ټول غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه چټکه شي.))

“پاکستان کې د سولې ناسته”

پاکستان، افغانستان کې ستراتیژیک نفوذ نه، بلکې خپلواک او سوله ییز افغانستان غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان خپلواک او سوله ییز افغانستان غواړي، خو په وینا یې د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن هڅه کوي د دواړو هېوادونو خپل منځي اړیکې خرابې کړي.

د شنبې په ورځ پاکستان کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شو، چې په کې د ځينو افغان سیاستوالو تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ګډون کړی و.

د افغان سولې په اړه دغه درې ورځنی کنفرانس پاکستان کې د لاهور د سولې څېړنیز بنسټ او د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا وربلل شوی دی.

ویل کېږي په دغه کنفرانس کې به تر ډېره پر افغان سولې، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشي.

له دې سره ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني هم راتلونکې پنجشنبه اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist