Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت: طالبانو یوه سیمه هم په زور نه ده نیولې

admin by admin
2021/06/22

د هېواد له لسو زیاتو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي، چې وسله وال طالبان په‌ کې د شاوخوا ۶۸ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي، حکومتي مسوولین د طالبانو دا ادعا ردوي او زیاتوي چې هیڅ سیمه وسله والو طالبانو د زور له لارې نه ده نیولې.

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل شینواری وايي، د لاسه وتلو سیمو او ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړ شوی او ژر به عملي شي.

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل شینواری وایي: «ډېر ژر به د هېواد امنیتي وضیعت کنټرول شي، د دښمن پلانونه به شنډ شي، دښمن هېڅ سیمه د زور له لارې نه ده نیولې او دښمن ددې وړتیا نه لري چې مخامخ جګړه وکړي.»

شینواري ومنله چې په سوق اداره او تکتیکي برخه کې ستونزې وې، خو په وینا یې دا ستونزې حل شوي دي.

شینواری وایي: «په تکتیکي سطحه کي ستونزې وې او په تېرو درې ورځو کې مدیریت شوی او لازم تدابیر ورته نیول شوي٬ په سوق او اداره کې کومې ستونزې چې وې، هغه مدیریت شوې دي.»

د روانې جګړې له امله چې د دواړو خواوو سربېره په ‌کې عامو خلکو ته د سر زیان او درانه مالي زیانونه اوښتي، د خلکو استازي یې نیابتي بولي او په وینا یې پردي جنګونه د یو لوري په‌ ګټه هم نه دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي: «کومه جګړه چې په افغانستان کي دوام لري، منشا یې له بهر څخه ده، دا یوه نیابتي جګړه ده، دلته په افغانستان نور هېوادونه خپلي موخي لري او روانه جګړه افغانانو نه ده پیل کړې.»

وسله وال طالبان ادعا کوي چې جګړې ته حکومتي ځواکونو زور ورکړی او د دوی تر حاکمیت لاندې سیمو کې یې عملیات پیل کړي، خو افغان حکومت دغه دعا ردوي او زیاتوي چې طالبانو تر بل هر وخت جګړې ته شدت ورکړی او ټول تمرکز یې د سیمو په نیولو او جګړې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist