Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت: د قطر ناسته به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي

admin by admin
2021/08/11

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تمه لري،چې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوي درې ورځنۍ ناسته به د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته وکړي.

په قطر کې د سولې په اړه  ناسته پرون پیل شوې،چې نن او سبا به هم دوام کوي.

د ناستې برخوال هېوادونه امریکا، پاکستان، چین او روسیه به له طالبانو او افغان حکومته د جدي مصالحې غوښتنه وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وايي، د سولې خبرو ته ژمن دي او تمه لري،چې دغه ناسته د خبرو د چټکتیا لپاره لازم فرصت رامنځ ته کړي.

امیري زیاته کړه:« افغان حکومت د جګړې د پای او د سولې خبرو اترو چټکتیا ته ژمن دی. زموږ تمه دا ده،چې د قطر ناسته د سولې خبرو د تیز والي لپاره لازمه زمینه برابره کړي.»

پر جګړې د حکومت او طالبانو تمرکز د افغانستان د مسلې مذاکراتي حل لپاره هېلې ډېرې کمزورې کړې دي. 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، دواړه لوري فکر کوي،چې کولای شي،د جګړې له لارې ټوله مسله حل کړي.

د پوهنتون استاد  ذاکر جلالي  وايي:« اوس چې موږ ګورو،دوو میاشتو او دوه اونیو کې د جګړې بڼست د طالبانو په ګټه مات شوی دی او دغه د جګړې د توازن بدلون د طالبانو په ګته، فکر کوم د افغان مسلې سولې سوله ییز حل پېچلی کړی دی. طالبان به چمتو نه شي، چې دغسې وخت کې چې بریا خپله ګوري،د مذاکرې پر میز زیات امتیاز ورکړي. بل لور ته کابل کې لاهم د سولې په تړاو کوم بدلون نه احساس کېږي،ولسمشر لاهم په خپل دریځ ولاړ دی او د ولسمشر ټول تمرکز د طالبانو پر ضد د خلکو بسیج باندې راګرځي.په داسې وخت کې چې فاصلې لرې وي، د ناستو تاثیر نه احساس کېږي.»

دغې ناستې ته له کابله د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی دی.

د طالبانو له اړخه تر اوسه پورې څه نه دي ویل شوي،چې په دې ناسته کې به د دوی له خوا څوک ګډون کوي، خو د امریکا په استازیتوب زلمی خلیلزاد ورغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی به د تاوتریخوالی د کمښت او اوربند سربېره هغه ژمنې تازه کړي،چې د زور له لارې حکومت به ونه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« دوحه کې د هغو ناستو په لړ کې چې په درېیو ورځو کې ترسره کېږي،د سیمې او نړۍ هېوادونو استازو سربېره د څو اړخیزو سازمانونو استازي هم په کې ګډون کوي او په ګډه به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند غوښتنه وکړي. هغه ژمنې به بیا تازه کړي،چې له مخې یې افغانستان کې په زور تحمیل شوی حکومت په رسمیت نه پیژني.»

تحلیل کوونکي وایي،د ټرایکا ناسته د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او په خبره یې چین،روسیه او پاکستان د افغانستان د مسلې حل لپاره یوه نسخه لري،چې هغه انتقالي حکومت دی.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« نن ورځ دوی یوازې یو څه غواړي،چې هغه استقرار دی. په حقیقت کې دوی د افغانستان لپاره یوه نسخه لري،چې طالبان او افغان حکومت باید مصالحه وکړي. ولې دا دواړه ډلې روغې جوړې ته تیارې نه دي او خبرې د دښمنۍ کوي. تیوریکا هم بندیزونه لري،چې یو یې پاکستان دی، پاکستان له دې درې هېوادونو سره ښې اړیکې لري. هېله دا ده،چې دا نسخه افغانستان کې د اجرا وړ وي او په دې کې شک نه شته،چې افغانستان کې د یو انتقالي حکومت پرسر خبرې وکړي.»

اوس چې طالبان او افغان حکومت د خبرو پر ځای سختې جګړې ته داخل شوي،زیات باور نه کېږي،چې په لنډ وخت کې دې د افغانستان د سولې او جګړې مسله حل شي او یا دې هم د ښکیلو لورو ترمنځ اوربند رامنځته شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist