Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت ته د زلمي خلیلزاد ډاډ!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/02

زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې طالبانو سره به یې خبرو ته کېنوي.

زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره خبرو کې ډاډ ښودلی چې د سولې خبرو کې هیڅ پټه معامله نشته.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته په خپل سفر کې له سیاسیونو سره په جلا جلا کتنو کې د سولې په اړه وروستي پرمختګونه شریک کړي دي.

ولسمشر باور ښودلی چې بهرنی سیاست یې هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړ دی او ضدیت نه لري.

باور کېږي چې خلیلزاد غواړي افغان حکومت وهڅوي چې د قطر راتلونکې ناستې ته یو پلاوی ولیږي، اوس حکومت په یو نوي جوړښت کار کوي ترڅو د سولې لپاره پاشلي ادرسونه همغږي کړي.

د خلیلزاد د لیدنو په دوام کې اجرایه ریاست ته ډاډ ورکول شوی چې د سولې خبرو کې کومه پټه معامله نشته.

امریکا دا ځل په جدي توګه له افغان حکومت غوښتي چې یو محور کې ځان سمبال کړي ترڅو بین الافغاني خبرو ته لار پرانستل شي هغه لار چې طالبان تیار نه دي حکومت سره پرې قدم ووهي.

د اجرایه مشر په ګډون یو شمېر سیاسیونو ته بلنه ورکړل شوې چې د قطر په هغه ناسته کې برخه واخلي چې د طالبانو او سیاسیونو له لوري جوړیږي، خو د افغان چارواکو ګډون به د حکومت له ادرس نه بلکې د یو افغان په توګه وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist