Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان‌ځواکونو په ننګرهار کې د وسلو ستر قاچاقبر ونیول

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/22

افغان پوله ساتو ځواکونو د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې شپږ تنه د وسلو قاچاقبر ونیول.

په ختیځ کې سرحدي ځواکونو شپږ د وسلو قاچاقبر نیولي چې، له پاکستان یې افغانستان ته وسلې راوړلې.

د سرحدي ځواکونو قومندان ویلي قاچاقبر یې له ۵۱ مېله وسلو سره د دور بابا ولسوالۍ په سربند سیمه کې نیولي دي.

نیول شوي کسان د لوګر ولایت اوسیدونکي دي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

ایوب حسېن خېل ویلي د وسله والو پر وړاندې له دفاعي حالت وتلي او اوس پروسله والو بریدونه کوي.

نیول شویو کسانو ویلي دوی، یوازې نه دي او په دور بابا ولسوالۍ کې ډېر شمېر نور خلک هم د وسلو قاچاق کې مصروف دي.

قومندان محمد ایوب حسېن خېل وایي، ختیځ کې یې، په ټولو هغو لارو څار ډېر کړی، چې د قاچاقي موادو انتقال پرې کېږي.

د جنرال حسېن خېل په خبره اوس د وسله والو پر وړاندې  له دفاعي حالت وتلي او پر ضد یې عملیات دوام لري.

د سرحدي ځواکونو دا لوړپوړی چارواکي وایي، نږدې راتلونکې کې له نورو ګډو ځواکونو سره یو ځای د ولسمشریزو ټاکنو امنیت خوندیتوب لپاره په هغو سمیو کې د وسله والو ځپلو پسي چې شتون یې د ټاکنو ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړوي پراخ عملیات پیلوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist