Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته د زرګونه ماشومانو درملنه کړې

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته د زرګونه ماشومانو درملنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/20

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو په یوې خبري ناسته کې وویل، تردې دمه یې زرګونه د هغو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه یې سوري و او زرګونه نور تر درملنې لاندې دي.

دغه راز دوی زیاتوي، په تیرو شپږو میاشتو کې یې له پنځه زره زیاتو رواني ناروغو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړې چې ښځې هم په کې شاملې دي او همدا راز زرګونه نور  تر درملنې لاندې دي.

د دوی په خبره، له هڅو سره یې ګڼ شمیر رواني ناروغان روغ شوي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مدثر همراز وايي:« تر دې مه په زرګونه داسې ناروغان د افغاني سرې میاشتې په مصارفو باندې تداوي شوې. په کال کې تر یو زر او ۵۰۰  یا ۲ زرو پورې ناروغان افغاني سره میاشت تداوي کوي. اوس په زرګونه داسې ناروغان له افغاني سرې میاشتې سره ثبت دي چې هغه به په خپل نوبت سره په کوردننه داخلي روغتونونو ته معرفي کېږي او درملنه به یې کېږي.»  

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمان وايي:« د رواني مرکزونو له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې ۵ زره او ۳۹۹ نارینه او ښځینه رواني ناروغانو ته په رواني مرکزونو  او خپلو کورونو کې د رواني روغتیا اړوند خدمات وړاندې شوې او لاهم یو زر او ۱۲۱ رواني ناروغان په یادو مرکزونو کې او ۴ زره او ۲۷۸ رواني ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي. دغه راز په یاده موده کې یو زر او ۸۹۶ رواني ناروغان روغ شوې او بېرته له ټولنې سره یو ځای شوې دي.»

د یادې ټولنې چارواکي وايي، د کابل په ګډون ګڼ شمیر ولایتونو کې مرستونونه لري چې دمګړي په کې څه باندې ۵۰۰ بې وزله کسان اوسیږي.

دوی زیاتوي، دغو کسانو ته بېلا بېلې حریفوي زده کړې هم ورکوي او ماشومانو ته یې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري علوم هم تدریس کیږي.

دافغاني سرې میاشتې ټولنې په تیرو شپږو میاشو کې نږدې ۴ زرو کسانو ته په ټنونو خوراکي او غیر خوراکي توکې وېشلي او همد راز ۵ زره او ۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره یې د ۱۶۵ میلیونو افغانیو نقدې مرستې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمان وايي:« اوس مهال ۵۹۷ بې سرپرسته، یتیمانو،کونډو، لوړ عمرلرونکو او ناچاره هېوادوالو ته په کې د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې. د هغوی د ځان بسیاینې او ټولنې سره بېرته د یو ځای کېدو په موخه هغوی ته حرفوي زده کړې، لکه خیاطي، غالۍ اوبدل، ګلدوزي او همدا ډول د یاد داخلي مشمولینو کورنیو ماشومانو ته په ښوونیزو مرکزونو کې د دیني ښوونې ، ساینسي مضامینو، کمپيوټر، ملي او نړیوالو ژبو په برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره شوې.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مدثر همراز وايي:« په تېرو شپږو میاشتو کې ۴ زره او ۳۶۲ تنو ته ۳۸۶ ټنه خوراکي او غیر خوارکي توکي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وېشل شوې دي، لکه کابل، هلمند، جوزجان، فاریاب، کندوز، بلخ، بغلان،بادغیس، غور او داسې نورو ولایتونو کې په شپږو میاشتو کې دغه مرستې ترسره شوې. همدا راز د ژمي په رارسېدلو سره ۵ زره او ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته چې ۱۶۵ میلیونه افغانۍ کېږي، هر کور ته ۳۰ زره نغدي ورکړل شوې.»

یادې خیریه ټولنې د کورنیو چارو وزارت او ګڼ شمیر نورو ادارو په مرسته له ۱۰۰ زرو زیات  سوالګر  راټول کړي چې په خبره یې له ۲۰ زرو زیات یې مستحق پیژندل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist