Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د بحث پر محراق بدل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/06

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ،چې د سیمې هېوادونو ته د یوې اوونۍ په سفر وتلی دی، له جاپان وروسته اوس په نوي دهلي کې دی.

ټاکل شوې  ده،چې توماس ویټ له هند وروسته  متحده عرب اماراتو ته هم سفر ولري .

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سفر او په دغه هېواد کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پاتې کیدل او بیا ورته د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ سفر چې ښايي ژر ترسره شي، د افغانستان په ګټه دي. 

دوی وايي، نړۍ اوس ډاډه ده،چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته نور ګواښ نه پیښیږي او یو ځل بیا یې افغانستان د خپلو بحثونو محراق ته راوستی دی. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی مختار هاتف  وايي:« افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د خبرو اترو پر محراق کې قرار لري،د مولوي محمد یعقوب مجاهد سفر هم متحده عرب اماراتو ته،چې دا  د افغانستان ته ګټور دی. له بل اړخه متحده عرب اماراتو ته د توماس ویسټ سفر او د پخواني ولسمشر حامدکرزي سفر هم ګټور تمامیدی شي. اوس نړۍ په دې باوري ده، چې افغانستان له دې وروسته ګاونډيو او د سیمې لپاره ګواښ نه  دی.» 

سره له دې چې د ملي دفاع وزارت ویلي، سرپرست وزیر په رسمي سفر متحده عرب اماراتو ته تللی او هلته به له افغانانو سربېره د کوربه هېواد له چارواکو سره وګوري. 

خو تحلیل کوونکي تمه لري، چې چې توماس ویسټ به متحده عرب اماراتو ته سفر کې ښايي له ملي دفاع وزارت سرپرست سره هم وګوري او د سیمې هېوادونو سره پر ګډه له اوسني وضعیت د افغانستان وتلو پرحل لارې پیداکولو کار وکړي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اسلامي امارت په استازولۍ د ملي دفاع سرپرست وزیر په متحده عرب امارتو کې حضور لري. تمه کیږي،چې هغوی به هم د امریکا له ځانګړي استازي او د هغوی له پلاوي سره ناستې ولري او په دې برخه کې به د افغانستان ستونزې د حل او د سیمې هېوادونو سره پر ګډه د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.» 

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، له اوسني اقتصادي او سیاسي حالته د وتلو یوازینۍ لاره د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل دی او د افغانستان اوسنی سیاسي مشرتابه او ټول افغانان باید  د ډیالوګ پروسه ځواکمنه کړي. 

حکمت زیاتوي:«له اوسني ستونزمن اقتصادي او سیاسي حالته د وتلو یوازینۍ لاره د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل ده، هغه وروستي خوځښتونه،چې په دې تړاو پیل شوي، د ستایلو وړ دي او د دې پرمختګ باید د سیمې او نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره موږ باید ووینو. په لومړي سر کې د اسلامي امارت سیاسي مشرتابه او ټولو افغانانو مسوولیت دی،چې د ډيالوګ پروسه ځواکمنه کړي.» 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ دمګړۍ په هند کې دی او ټاکل شوې ده، چې متحده عرب اماراتو ته او بیا سعودي عربستان او اسلام اباد ته سفرونه ولري، چې په  دې تړاو به د سیمې له دغو هېوادونو سره د افغانستان په تړاو خبرې وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist