Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه؛ ډېری روغتونونه له ناروغانو ډک شوي.

admin by admin
2021/06/19

په کابل کې د کورونا وبا  ناروغانو لپاره تر ټولو ستر روغتون افغان جاپان کې دا مهال له ۱۵۰ زیات ناروغان بستر دي او د نورو د بسترولو ظرفیت نه لري.

دغه راز په رغتونونو کې د کورونا وبا ناروغانو ته د اړتېا وړ اکسیجن ترلاسه کول هم ستونزمن شوي،ځکه د اکسیجن کارخونې ورته په وخت او ارزانه بیه اکسیجن نه رسوي.

په کابل کې د یوه  ناروغ  پایواز وايي: «  ما د اکسیجن یوه ډبه په ۲۱ زره افغانۍ وپېرله. اوس په بازار کې په همدې بیه پلورل کېږي. دوی د خلکو له اړمنتوبه استفاده کوي. »

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چې د کورونا وبا  ناروغانو لپاره په طبي وسایطو سمبال روغتون بلل کیږي د ناروغانو په دیرېدو سره د اکسیجن له کمښته اندښنه لري.

د یاد روغتون مشر زلمی رشتین وایي، اکسیجن ورته په وخت نه رسیږي او پر داسې پلان کار کوي،چې تر یوې کچې د اکسیجن تولید ولري.

رشتین  زیاته کړه: « که چېرې زموږ د اکسیجن پلان بشپړ شي، که ناروغان زیات هم شي، له ستونزو سره به مخ نه شو. خو وېره مو شته، که اکسیجن راونه رسېږي، ښايي له ستونزو سره مخ شو. »

بل خوا په کابل کې د اکسیجن د کارخونو مسوولین خبریالانو ته د مرکې لپاره نه حاضریږي او د خلکو شکایتونه پر دغو کارخونو دا دي،چې اکسېجن ورته په ټاکلي وخت نه‌ شي رسولی.

د اکسېجن پر تولیدي فابریکو دا تورونه او شکونه هم شته،چې یو شمېر کسان په قاچاق ډول له شرکتونو د اکسیجن ډبې بازار ته وباسي او په لوړه بیه یې پلوري، هغه څه چې د اکسیجن تولیدي فابریکو مسوولین یې په تړاو نه غواړي خبرې وکړي.

 د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰ زرو لوړ شوی او  ۴ زره او ۳۰ تنه  ترې مړه شوي دي. 

کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو جان هاپګنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۷ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۸۵ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist