Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د کرونا رسمي مثبتو پېښو کې خیالي پېښې هم شته

admin by admin
2020/05/18

افغانستان کې د کرونا رسمي اعلان شویو مثبتو پېښو کې خیالي پېښې هم شته.

کرونا یا کوېډ۱۹؛ دعامو وګړو په نزد یوه مرګونې ناروغي چې نږدې ټوله نړۍ ورسره په مبارزه کې ده او د مهار لپاره یې هره ورځ میلیونونه ډالر مصرفېږي.

دغې اوبا له افغانانو هم قرباني اخیستې، ډار یې خپور کړی او تر بل هر وخت یې د فقر بې وزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه کړېده.

عام خلک چې فقر ځپلي او له قرنطین ستړي دي د کرونا مهار لپاره پرله پسې د اقداماتو غوښتنې کوي، خو روغتیا وزارت سره له دې چې سلګونه میلیونه ډالره مرسته یې ترلاسه کړې او په مصرف کې یې هم خپلواک دی ، هره ورځ ارقام خپروي.

هغه شکونه په حقیقت بدل شوي چې په کوېډ ۱۹ لابراتوارونو کې سمپلونه بدلېږي، ورکېږي او ځينې پېښې پرته له ټيسټ او سمپل اعلانېږي.

په تازه پېښه کې روغتیا وزارت داسې یو کس ته مثبته نتیجه په لاس ورکړې چې د ټیسټ لپاره ترې هیڅ سمپل نه دی اخیستل شوی.

که څه هم د روغتیا وزارت مسوولین ډاډه دي چې کار یې دقیق دی خو د کوېډ۱۹ مثبتو پېښو رسمي ارقامو کې داسې پېښې هم حساب شوي چې پرته له سمپل اخیستو یو کس ته مثبته نتیجه په لاس ورکړل شوې ده.

دا کار د شمشاد تلویزیون یو خبریال سره شوی، چې نه ترې د ټیسټ لپاره نمونه اخیستل شوې او نه لابراتوار کې د ټیسټ سمپل لري خو لیست کې یې د نوم له مخې نتیجه مثبته را وتلې ده.

دا هر څه څنګه وشو؟ (( د مې میاشتې په لسمه نیټه د خبر خونې یو شمېر همکاران په ځان شکمن شو، روغتیا وزارت ټیم راغی. د حاضرو همکارانو یو ۳۰کسیز لیست ورکړ چې معاینه يې کړي. د شمشاد یو کارکوونکي کې د کرونا هیڅ کومه نښه نه وه او سمپل یې وا نه خیستل شو، خو له شپږو ورځو وروسته هغه ۳۰کسیز لست چې د روغتیا وزارت ګرځنده ټیم  ته ورکړل شوی و د ۲۷ تنو نتیجه منفي او د همدغه کس په ګډون د دوه نورو کارمندانو نتیجه  مثبت وه حال دا چې له دغه کس هیڅ سمپل ندی اخیستل شوی.))

له نتیجې وروسته مو د کابل مرکزي لابراتوار مسوول سره خبرې وکړې چې څنګه امکان لري پرته له سمپل اخیستو یو کس تشخیص کړئ د لابراتوار رییس وویل چې سمپل موږ نه اخلو دا د سرویلانس ټیم کار دی.

د سرویلانس ټیم مسوولینو سره مو د تلفن له لارې خبرې وکړې.

داکټر نورزي داسې وویل (( دا بده پېښه ده موږ نه پوهېږو چې ولې داسې شوي خو تاسې خپل نوم د پلار نوم راکړئ چې دا مسله سبا جدي تعقیب کړم.))

د روغتیا وزارت نظر اخیستو لپاره مو د وزارت مرستیال وحید مجروح سره د دوشنبې مازیګر مهال ۳:۵۹ بجې اړیکه ونیوه او وې ویل چې کنفرانس کې یم وروسته خبرې کوو خو له یو نیم ساعت و روسته مو څو ځلې اړیکه ونیوه جواب یې رانکړ.

ښايي دا لومړۍ پېښه وي چې را برسېره کیږي ممکن په همدې شکل ډېرې خیالي مثبتې پېښې په رسمي ارقامو کې حساب شوې وي.

له کرونا ویروس سره سم په رواني ناروغۍ او ژور خفګان د خلکو اخته کېدو اندېښنې هم زیاتې شوي. پوښتنه دا ده چې یو روغ انسان ته د کرونا مثبتې نتیجې په لاس ورکول د هغه په روان، فکر، فزیکي قوت او ژوند څومره منفي اغیز کولی شي؟

د رواني ناروغیو متخصص داکټر شرف الدین عظیمي داسې وویل (( هغه کسان چې په خپلې ناروغۍ شک لري او یا په  غلطه یا تیروتنې ورته ویل کېږي چې په کرونا اخته یې او د کوېډ۱۹ نتیجه دې مثبت ده او هغه مثبت نه وي ددې لامل ګرځي چې دغه شخص ته د PTSDیا پنیک په نامه ناروغي پیداکیږي چې له پېښې وروسته ورته د  وحشت زدګۍ ناروغي هم پيدا کېږي او په ټوله کې ویره او  استراب هم ورته پيدا کیږي. که په دوامداره توګه دغه ویره وساتل شي، یا درملنه ونه شي او یا ژر تر ژره اصلي نتیجه شخص ته وانه ورول شي ددې لامل ګرځي چې به اوږد مهال کې دغه کس ته د بې خوبۍ او ژورخفګان ناروغي پيدا شي.))

که څه هم روغتیا وزارت کوېډ ۱۹ سره مبارزه کې ځان بریالی ګڼي او ډاډ ورکوي چې کرونا سره مبارزه کې یې د مصارفو لپاره حدود نه دي ټاکلي خو د خلکو نیوکې او شکونه ورځ تر بلې زیاتېږي ان تر دې چې په ځینو سیمو کې په عادي مرګ د مړو جسدونه په کرونا اخته کسانو نوملړ کې شامل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist