په افغانستان کې د سویډن مرستندویه کمېټې د برنامو مسوول خالد فهیم ویلي، د وروستیو نا امنیو له امله مو په یو شمېر ولسوالیو کې فعالیتونه ځنډولي دي.
فهیم ویلي، دا پرېکړه مو د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره کړې او همدا چې وضعیت ښه شي، خپل فعالیتونه به بیا پيل کړي.
نوموړي دا نه دي ویلي، په ټوله کې یې څو مرکزونه او دفترونه تړلي خو په وینا یې،چې د بدخشان، سمنګان، جوزجان او تخار په ځینو ولسوالیو کې یې ارزونه پيل کړې او همدا چې وضعیت ښه شي، بېرته به یې فعالیتونه پيل شي.
سویډن کمېټه په افغانستان کې یوه مرستندویه کمېټه ده،چې تر ډېره په روغتیايي او تعلیمي برخو کې مرستې کوي.











