Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د جنګي جنایتونو ګراف لوړ شوی

admin by admin
2021/08/07

د کندهار، هرات، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړې پر مهال جنګي جنایتونه ترسره کېږي، خو د جګړې ښکېل اړخونه یې مسوولت پر یو بل اچوي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د عامو خلکو وژلو  له ادعا سربېره په بېلا بېلو ولایتونو کې داسې تصویرونه خپاره شوي،چې له طالبانو سربېره افغان حکومت ته هم منسوب شوي دي.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا دغه چارې  جنګي جنایت  بولي. 

 د حقوقي چارو کارپوه عبدالسبحان مصباح وايي: « جنګي جرایم، د نړیوالو جرایمو تر عنوان لاندې د افغانستان په نافذه قوانینو کې او ترڅنګ یې په نړیوالو اسنادو کې هم د جرم په توګه پېژندل شوي دي. هر هغه هېواد کې، چې د دې جرم رامنځته کېږي،نو نه یوازې د مطبوع هېواد له لوري باید هغه ته رسېدنه وشي، بلکې د نړیوالو اصولو پر بنسټ د امنیت شورا او د  جزا نړیواله محکمه په دې کې مداخله کولائ شي.»

د جګړې اړخونو اوس مهال د خلکو له کورونو او له هغو ځایونو ګټه اخلي، چې بازار او یا ګڼه ګوڼه په کې وي، چې وروسته بیا ټوله مرګ ژوبله عام ولس ته اوړي.

د باور غورځنګ مشر نجیب آزاد وايي:«  د طالبانو برېدونو همدارنګه جینوسایډ یا ټول وژنه یې پيل کړې. له سپين بولدک نیولې بیا تر غزني او نورو سېمو پورې. نو دا د هغه تړون ښکاره نقض دی،چې د امریکا له متحده ایالتونو سره یې کړی وه. » 

بل خوا د افغانستان بشر حقونو سازمان  مشر لعل ګل لعل بیا وايي، د جګړې ښکېل اړخونو جنګي جنایتونه کړي او که عاملینو ته یې سزا ورنه کړل شي، حالت نور هم خرابېدی شي.

 هغه زیاته کړه:« په خواشینۍ سره افغانستان کې جګړه مدیریت نه ده. په جګړه کې د مجازاتو او مکافاتو کلتور شتون نه لري. په تېر کې هم،چې  په جګړه کې جنګي جنایتونه رامنځته شوي،عاملینو ته یې سزا نه ده ورکړل شوې او د محکمې مېز ته نه دې راوستل شوي. نو له همدې امله یو مهم علت یې همدا دی،چې په افغانستان کې اوسني وخت کې د جګړې په کرښو کې جنګیالي دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کوي.»

    پوښتنه دا ده،چې د جنګي جنایتونو مسوولیت تر ډېره چاته راجع کېږي او ولې یې مسوولیت نه مني.

د حقوقي چارو  کارپوه عبدالسبحان مصباح یې په اړه داسې وايي:«  په افغانستان کې وروستیو کې جنګي جرایم رامنځته کېږي، تر ډېره حده دا جرایم د طالبانو له خوا رامنځته کېږي. نو اړېنه دا ده، دوی په دغسې جرایمو کې چې په هغه کې ملکي وګړو ته زیان ورسېږي، سیاسي نماینده ګیو او یا هم ملګرو ملتونو پورې اړوند  کوم دفترونه چې دي، دې ټولو ته که د جنګونو په لړ کې زیان رسېږي،دا په جنګي جرایمو کې شمېرل کېږي.» 

کورنیو چارو وزارت بیا طالبان په جنګي جنایتونو تورنوي او وايي، تل یې د خلکو له  کورونو د سنګر په توګه ګټه پورته کړي ده.

د یاد وزارت  ویاند میرویس ستانکزی وايي:« طالبان په ټولو هغو سېمو کې چې د افغانستان خلکو پر وړاندې جګړه کوي، پر جنګي جنایتونو لاس پورې کړی دی. دوی د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او په سلګونه کورنۍ یې برمته کړي دي. پر هېچا، پر ماشومانو، سپین ګیرو او مېرمنو باندې رحم نه کوي. تر دې دمه یوازې په تېره اوونۍ کې سلګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. » 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د جنګي جنایتونو مسوولیت نه مني او وايي،ډېری جنایتونه د هوايي بمباریو له لارې شوي او داسې اسناد نه شته،چې دوی دې پر جنګي جنایتونو مرتکب شوي وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist