Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه

admin by admin
2019/10/23

د اروپايي ټولنې د استازي په ګډون د امریکا، جرمني، ناروې، بریټانیا، فرانسي، ایټالیا او د ملګرو ملتونو استازو د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې افغانستان کې دې تاوتریخوالی کم کړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت نشر کړې راغلي چې دوی مني چې افغانستان کې د اوږد مهالې ثبات د ټینګښت یوازینۍ لاره د سولې ټینګښت دی.

اعلامیه کې همداراز د افغان حکومت له مشرانو غوښتل شوي چې د سولې پروسې لپاره دې جدي اقدام وکړي او یو هر اړخیز او ټولییز مذاکراتي ټیم دې د سولې رسمي خبرو د پیل لپاره اعلان کړي.

دوی همداراز د سولې مذکراتو پر مهال د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې ده او د افغان ځواکونو د مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی. 

له دې سره قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، ملا عبدالغني برادر او ورسره هيئت تیر ماښام د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ‌‌‌‌‌‌ډينګ ژيجون او په قطر کې د چین سفیر سره وکتل.

سهیل شاهین لیکلي، دواړو خواوو په بیجنګ کې د راتلونکې بین الافغاني ناستې او د سولې د پروسې په تړاو خبرې وکړې.

شاهین لیکلي، چین د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی هيئت ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه.

هغه لیکلي، یاد کنفرانس په مسکو او دوحه کې د شویو کنفرانسونو لړۍ ده او ټول ګډونوال به په شخصي توګه ګډون کوي چې افغانستان کې د ستونزې د حل لپاره شخصي نظریات وړاندې کړي.

بیجنګ د دغې ناستې لپاره له افغان حکومت غوښتی چې خپل استازي ور وپيژني، خو غیر رسمي راپورونه وايي، حکومت له چینايي چارواکو غوښتي چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان دې ورته صبر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو او سولې پروسې د ملاتړ لپاره د چین په ناسته کې ګډون کوي.

دغه ناسته به راتلونکې اوونۍ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې جوړه شي چې په کې به د افغان حکومت او سیاستوالو پلاوي ګډون وکړي.

پاکستان ويلي، دغه ناسته کې له افغان سولې د ملاتړ په موخه ګډون کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist