Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده

admin by admin
2021/07/13

  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو  عمومي قومندان سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده او له دې وروسته دغه مسوولیت د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک کینټ مک کنزي  پر غاړه لري.

 د مک کنزي د پېژندنې په غونډه کې پخواني قوماندان جنرال سکاټ مېلر روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او وسله‌ وال طالبان یې د روان تاوتریخوالي مسوول وبلل.

مېلر زیاته کړه:« ما طالبانو ته وویل،چې پوځي اړخونه باید سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي. زه پوهېږم،چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. زه په دې بارو یم،چې په دې ډول تاوتریخوالي سره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل ډېر سخت دي. طالبان هم د روان تاوتریخوالي مسوول دي او دا د افغانانو د تمې خلاف دی،چې باید پای ته ورسېږی.»

افغانستان  کې د بهرنیو ځواکونو نوی  قوماندان چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان و، داسې مهال نوی ماموریت ورته سپارل کېږي،چې دې هېواد کې په بې سارې توګه جګړې زور  اخېستی او طالبانو پر لسګونو ولسوالیو ولکه ټېنګه کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت پایته رسېږي،خو افغانستان او افغان ځواکونو سره یې د اړیکو، همکاریو او ملاتړ نوی فصل پرانېستل کېږي.

مک کینزي وايي: « موږ په نوي پړاو کې په دې څلورو مواردو تمرکز لرو،  په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیک ماموریت خوندیتوب، د کابل هوایي ډګر فعال ساتل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د سلا مشورې او د  ترهګرۍ ضد مبارزه.»

مک کینزي په افغانستان کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو شل کلن پوځي ماموریت بریالی وباله او زیاته یې کړه،هغه موخه چې دوی یې د ترلاسه کولو لپاره دوه لسیزې وړاندې افغانستان ته راغلل، ترلاسه شوې ده.

مک کینزي زیاتوي:« افغانستان ته د ناټو او امریکایي ځواکونو راتګ موخه دا وه،چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ زېږدیز کال پېښې له امله عدالت ته راکاږي او دا چې  افغانستان بیا د هغو کسانو پټن ځای نه شي، چې یاده پېښه بیا تکرار کړي. موږ دواړه موخې ترلاسه کړي دي.»

د مک کنزي پېژندنې غونډه کې،چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار، د ملي دفاع سرپرست وزیر او د ملي روغې جوړې عالي  شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و، جنرال مک‌ کنزي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ،چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې، د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist