Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو کابل کې درې ورځنی بحث پیل شو

افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو کابل کې درې ورځنی بحث پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/23

د حکومت د اطلاعات او رسنیو په مرکز کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډې همکارۍ د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی ملي بحث پیل شو.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت، د اوبو او انرژۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو سربېره کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو او غیرې دولتي موسسو استازو ګډون کړی دی.

غونډې ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد د تودوخې پر زیانونو خبرې وکړې او ویلي یې دي چې:« د اقلیمي بدلون اصلي عامل د ګلخانه‌یي ګازونو انتشار دی چې ډېری یې په پرمختللو هېوادونو کې د فابریکو او صنعت د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي. که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړ ځایونو، متنوع حیات او نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لیدلې ده.»

دغې ناستې ته عابد زیاته کړه چې پرلپسې وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو او زراعتي محصولاتو کمښت، د خلکو او ټولنو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

عابد همدارنګه ویلي:« د وروستیو تحقیقاتو له مخې افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج یې تجربه کوي. اقلیمي بدلون یوه بشري مساله ده او له دې مسالې سره باید سیاسي چلن ونه شي. د  اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره د دولتونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري.»

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډې همکارۍ د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو دا درې ورځنی ملي بحث چې پرون پيل او تر چهارشنبې دوام کوي، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې کولی شي د اقلیم په اړه دافغانانو غږ تر نړیوالو ورسوي.

نوموړي څرګنده کړې:« له دې بحث څخه زموږ هدف دا دی، ترڅو وکولی شو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوو او هغه پروژې چې دا مهال په تعلیق کې دي بېرته پیل شي. اقلیمي بدلون یوه بشري مساله ده او زیان یې عامو خلکو ته رسیږي.»

دغه بحث به د ناروې په اوسلو ښار کې د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله له یوه نړیوال کنفرانس سره چې موخه یې تر نړیوالو د افغانستان غږ رسول او د اقلیمي بدلون په برخه کې د تعلیق شویو پروژو بیا پیلول دي، د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو په اړه د مسوولینو او متخصصینو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist