Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې جګړه؛ طالبانو شمال کې پر څلورو نورو ولایتونو برېدونه پيل کړي

admin by admin
2021/08/10

 طالبان وايي، په شمال کې د بلخ، سمنګان، بغلان او بدخشان ولایتونو پر مرکزونو برېدونه پیل کړي دي. 

طالبانو ادعا کړې،چې وسله‌ وال یې مزارشریف ښار ته داخل شوي، په سمنګانو کې یې د ایبکو ښار مرکزي زندان نیولی او همدراز یې په پلخمري او بدخشان کې  هم ځينې سیمې نیولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د بلخ ولایت پر مرکز مزارشریف ښار باندې له څلور خواو عملیات روان دي او کوټه یې برق له سیمې ښارته ورداخل شوي دي او همدا راز پرسمنګانو او پلخمري او بدخشان باندې یې هم بریدونه روان دي.»

خو  د ملي دفاع وزارت بیا یادو څلورو ولایتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې  اړولو ادعا کوي او زیاتوي،چې بریدونه یې پرشاه تمبولي او دا مهال افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي .

د یاد وزاررت مرستیال ویاند فواد امان وايي:« دفاعي او امنیتي ځواکونو له ولسي ځواکونو سره یوځای پر بغلان او بدخشان د طالبانو ډله ییز بریدونه پر شاه تمبولي او همدا راز بلخ کې یې هم طالبانو ته ماتې ورکړې او درانه تلفات یې ور اړولي دي.»

په همدې حال کې د مشرانو جرګې دفاعي کمېسیون جګړه د حل لار نه ګڼي او له دواړو لوریو غواړي،چې د جګړې پرځای دې په خبرو تمرکز زیات کړي.

د مشرانو جرګې دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزی وايي:« پر حکومت او طالبانو دواړو غږ کوو،چې جګړه د حل لار نه ده او سولې ته لومړیتوب ورکړئ،ځکه افغانانو سولې ته جدي اړتیا لري او نور د قربانۍ ورکړې توان پکې نشته.»

په ورته مهال  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا له اسلامي اړخه اوسنۍ جګړه ناروا ګڼي او په وینا یې هغوی چې جګړه یې پیل کړې، د خپلې جګړې د توجیه لپاره هېڅ ډول شرعي دلایل نه لري .

حکمتیار زیاته کړه:«ایا داسې څوک شته،چې د داسې ناکام او خونړي جنګ لپاره کومه توجیه او دلیل وړاندې کړای شي،چې ځان او بل افغان ته پرې قناعت ورکړي. هو! شیطان به ورته هرڅه مزین کړي او ګمان به کوي،چې له دغه جنګ له لارې به مخامخ درومي جنت لوري ته  خو واقعآ چې دچا په سرکې چې عقل وي او په زړه کې یې ایمان وي دداسې جګړې لپاره توجیه نه شي وړاندې کولای.»

دا په داسې حال کې ده،چې په تېرو دوه ورځو کې طالبانو په شمال کې دبادغیس، جوزجان ، کندز او تخار ولایتونو مرکزونه سقوط کړي او لا تر اوسه پورې یې  تر ولکې لاندې دي، خو د دغو سیمو د بېرته نېولو لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist