Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له روان کړکېچ څو میاشتې تېریږي، خو لا هم دا کړکېچ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله والو نښتو سبب هم ګرځېدلی، کومه حل لاره یې نه ده موندل شوې.

که څه هم د چین په منځګړیتوب د کابل او اسلام اباد ترمنځ ارومچي ښار کې شوې خبرې اترې مثبتې ارزول شوې دي، مګر لا څرګنده نه ده چې د خبرو بل پړاو به کله ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب له شویو خبرو څخه د پاکستان څو ځلې شاتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا خرابې کړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د پاکستان پارلمان ته خبرو کې ویلي، له کابل سره باید روانه کشاله د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، روانې ناخوالې د دواړو هېوادونو په زیان دي او ښه خبره دا ده چې دواړه لوري خبرو ته غاړه کېږدي او د یو بل مشروع غوښتنې ومني.

اڅکزي زیاته کړې:  افغانستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته په پنجاب کې د بزګرانو سبزیجات مکمل خراب شوي. همدارنګه د لارو له تړل کېدو وروسته کارونه په ټپه درېدلي، زرګونه افریدیان به په ورځني ډول جلال اباد ته تلل، زرګونه د چمن خلک به بولدک ته تلل راتلل، خو اوس دا ټول خلک بې روزګاره شوي. د افغانستان له حکومت سره باید خبرې وشي او ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.»

نوموړی دغه راز وايي، د لارو له تړل کېدو مخکې د پښتونخوا او چمن خلکو په ورځني ډول ښه عاید درلودل او کارونه يې په منظم ډول روان وو،خو اوس ټول بې روزګاره شوي دي.

په ورته مهال، د  سیاسي چارو شنونکي وايي، د پاکستان حکومت د شخصي ګټو لپاره د پروژوي حکومت په توګه کارول کېږي.

دوی وايي، د پاکستان رژیم ته د خپلو وګړو مشکلات ارزښت نه لري او په لوی لاس ستونزي جوړوي.

د چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د پاکستان نظامیان او استخبارات خپلو موخو ته ورسېدل. دوی د تجارت لاره د خپلو اهدافو لپاره تړلې او هغه وخت به یې خلاصه کړي چې د دوی ګټې په کې وي.»

بله خوا اقتصادي شنونکي وايي چې افغانستان اوس مهال له ګڼو نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او د پاکستان لارو تړل کېدو پرې ډېر منفي اغېز نه دی کړی.

د دوی په خبره، د پاکستان او افغانستان د لارو په تړلو کې تر ټولو زیات زیان د پاکستان او خیبرپښتونخوا سوداګر او عادي وګړو کړی.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « کله چې د اړیکو بحث رامنځته کېږي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې پېچلې او مهمې دي. که په هره برخه کې ستونزه رامنځته کېږي، زیان یې دواړو خواوو ته رسېږي. که په تېرو څو میاشتو کې د لارو بندېدل و ارزول شي، ښکاري چې دواړو غاړو کافي زیان کړی او ستونزې جوړې شوې دي.»

د شنونکو په خبره، افغانان د پاکستان او خیبرپښتونخوا له خلکو سره فرهنګي اړیکې لري او حکومت يې په لوی لاس غواړي د دواړو غاړو اوسېدونکو تر منځ ناخوالې رامنځته کړي.

شاوخوا اته میاشتې وشوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له نورو اړیکو سربېره، سوداګرۍ هم په ټپه  ولاړه ده. د معلوماتو له مخې، په دې منځ کې د دواړو لورو سوداګرو میلیونونه ډالر زیانونه لیدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist