Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان د قاضیانو لپاره خوندي ځای نه دی

admin by admin
2019/11/25

افغانستان د قاضیانو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانونو مالومات ښيي چې په تیرو دریو کلونو کې دوه سوه څلور قاضیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې عدلي او قضايي چارې یې له خنډ سره مخ کړي دي.

له دې سره ستره محکمه بیا وایي یو سلو اووه داسې ولسوالۍ شته چې لا هم د مجرمینو د محاکمې لپاره محاکم نه لري او دا خپله په یادو ولسوالیو کې د فساد او د جرمونو د کچې لوړېدو لامل کیږي.

اوس افغانستان کې د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان مخکې له دې چې پر حقوقي سیستم د نا امنیو اغیزو کمښت پروژه تصویب کړي، په دې کار کوي چې د عدلي او قضایې ارګانونو په وړاندي د نا امنۍ لاملونه په ګوته کړي.

د یاد سازمان غړي وایي د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه د ناامنیو له امله خپل عدالت په سمه نشي پلی کولی او کارکوونکي یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

((موږ د افغانستان پر حقوقي سیسټم د نا امنیو د اغیزو کمښت لپاره د پروژې پلي کولو مخکې څیړنه کوو چې لومړی د عدلي او قضایي ارګانونو په وړاندې امنیتي تهدیدونه په ګوته کړو، دا واضح خبره ده چې عدلي او قضایي ارګانونو ته ګواښ کولی شي چې یو هېواد کې د عدالت پلې کیدو مخه ډب کړي.))

تر دې مهال افغانستان کې ۱۰۷ داسې ولسوالۍ هم شته  چې د مجرمینو محاکمه کولو لپاره عدلي او قضایي ارګانونه نه لري او دا خپله په یادو ولسوالیو کې د جرمونو او فساد کچې لوړېدو لامل شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي بیا وایي د افغانستان جګړه باید نړیوال وغندي او چوپ پاتي نشې ځکه چې دلته پردۍ جګړه د افغانانو د وژنې لامل کیږي.

د سترې محکمې مالومات بیا ښیي چې تېرو دریو کلونو کې ۱۳۸ قاضیان په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

د دوی اندیښنه دا ده چې د عدلي قضایي ارګانونو امنیت لپاره ۱۰۱۹ کسان بسنه نه کوي او باید امنیت لپاره جدي اقدامات وشي.

په افغانستان کې د حقوقو د پراختیا  نړیوال سازمان تېرو پنځلس کلونو راهیسي د عدلي او قضایي ارګانونو ظرفیت لوړونې او فساد کموالي لپاره کار کوي.

یاد سازمان ټول هېواد کې د عدلي قضایي کارکونکو سره دا دوه ورځیني ورکشاپ جوړ کړی تر څو پر حقوقي سیسټم د نا امنیو کمښت لپاره د دوی موندنې او غوښتنې واوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist