Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان: درې میلیونه ماشومان درانه کارونه کوي.

admin by admin
2021/05/27

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ۴ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخي دي، چې ۳ میلیونه یې اوس شاقه یا درانه کارونه ترسره کوي.

یاد وزارت د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وایي، یوازې ۶۰ سلنه ماشومان د سړکونو پر سر کار کوي،۲۰ سلنه د مافیایي کړیو له لوري کارول کېږي او پاتې نور د معتادو کورنیو له لوري اړ اېستل شوي دي.

د ماشومانو ساتنې مشر نجیب اخلاقي  وايي: «  د سرکړنو پرسر هغه ماشومان چې کار کوي،۶۰ سلنه یې اړمن  دي. ۲۰ سلنه د مافیايي کړیو له لورې کارول کېږي او ۲۰ سلنه نور د کورنیو له لوري اړ اېستل شوي چې سړکونو ته ووځي.» 

په افغانستان کې د ماشومانو نړیوال سازمان استازو بیا  ټینګار کړی چې تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې باید د افغان ماشومانو د اوسني حالت بدلولو لپاره جدي ګامونه پورته شي.

بل پلو په کابل کې د بریټانیا سفارت هم د افغان ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دا مهال د افغانستان ۹ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د بریټانیا سفارت استازی کارډي وایي: « د سیمې په کچه ۶۲ میلیونه ماشومان پر سختو او درنو کارونو بوخت دي. دا ماشومان په افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، ایران، او نیپال هېوادونو کې اوسېږي، چې ډېره برخه یې په افغانستان کې ده. د افغانستان ۹ میلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتېا لري.دغو ماشومانو د  بېلابېلو ستونزو له امله درنو کارونو ته مخه کړې ده. موږ د اې آر سي پروژې ملاتړ کوو او هڅه مو دا ده، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې په افغانستان کې پر ماشومانو د  درنو کارونو کچه را ټيټه او له منځه یوسو.»

جګړه ،فقر، ناامني، د مخدره توکو کارول هغه لاملونه دي،چې په هیواد کې یې ۴ میلیونه ماشومان له زده کړو محروم کړي او شااوخوا ۳ میلیونه نور یې درنو کارونو ته اړ کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist