Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/08

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نوي ډهلي ته په سفر وتلی او هلته به د هند سوداګریزې ټولنې له غړو سره وګوري، ترڅو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، پانګونې او نورو ګډو ګټو لرونکو برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، مولوي عطاءالله عمري د سې شنبې په ورځ نوي ډهلي ته رسېدلی.

د دې وزارت د مسوولینو په خبره، مولوي عطاءالله عمري به د خپل سفر پرمهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پراخولو او همداراز د کرنیزو محصولاتو د راکړې ورکړې په تړاو خبرې وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوی شېر محمد حاتمي وايي: « دا سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کرنیو محصولاتونو د صادراتو او وارداتو، تجاربو تبادلې، د کرنیزې ټېکنالوژۍ کارولو  په برخو کې د همکاریو زیاتونو په موخه ترسره کېږي.»

بله خوا، د هند دولتي ټلویزیون «دور درشن» په نوي ډهلي کې د افغان سفارت په حواله ویلي چې ښاغلی عمري به د بهرنیو چارو وزارت د یوه پلاوي په ملتیا، له خپلو هندي سیالانو سره په دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي.

په راپور کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، ریندر جیسوال په حواله لیکل شوي چې هندي لوری به له عمري سره د ګډو ګټو پر موضوعاتو رغنده خبرې ولري.

د هند دولتي ټلویزیون د راپور یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ته چې نوي ډهلي ته را رسېدلی، تود هرکلی وایو. د ګډوګټو پر موضوعاتو د اغېزمنو خبرو اترو په تمه یو.»

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بشري همکارۍ دوام لري او د جون په ۱۷مه، هند افغانستان ته د خپلې بشري مرستې په چوکاټ کې پنځه ټنه اړین درمل ولېږل.

د راپور له مخې، تر دې وړاندې د جون په ۱۱مه، د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان روغتیايي ادارو ته یې د دې هېواد د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره طبي تجهیزات ډالۍ کړي دي.

تر دې مخکې، د عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ وزیرانو هم هند ته سفرونه درلودل او په خپلو کاري ساحو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخولو په تړاو اغېزناکې خبرې کړې وې. کتونکي بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې د هند تجربې خورا بډایه بولي او وايي، هند په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې افغانستان سره د کرنیزو محصولاتو له پلوه پرځان بسیاینې برخه کې ګټوره همکاري کولی شي.

د چارو شنونکی نقیب الله شهاب وايي: « هندوستان چې د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنیز سکټور په برخه کې څومره پرمختګونه کړي، که په دغو برخو کې د افغانستان له کرنې وزارت سره همکاري وکړي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخې به ورسره ډېره وده وکړي.»

همدارنګه، د هند بهرنیو چارو وزارت په جلا توګه د افغانستان د خلکو د هوساینې په اړه د خپلې ژمنتیا د بیا تایید ترڅنګ ویلي، نوی ډهلی لا هم د دوامداره بشري مرستو، پرمختیایي همکاریو او د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو له لارې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.

د دور درشن راپور کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند د دایمي استازي له خولې ویل شوي چې هند او افغانستان ګاونډي او لرغوني تمدن لرونکي هېوادونه دي او د دوی ترمنځ اړیکې د پېړیو اوږد تاریخ لري. هغه زیاته کړې چې هند د خوړو خوندیتوب، روغتیايي او درملیزو مرستو ترڅنګ، افغانانو ته د بورسونو او ظرفیت لوړونې فرصتونو برابرولو له لارې هم خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist