Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او قطر د نشه‌ يي توکو پر وړاندې مبارزې کې همکاري زياتوي

افغانستان او قطر د نشه‌ يي توکو پر وړاندې مبارزې کې همکاري زياتوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/06

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له سفر څو ورځې وروسته، دا ځل د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معين پر مشرۍ د کورنيو چارو وزارت پلاوی قطر تللی.

د ياد وزارت مسوولین وايي، دغه پلاوی به د خپل سفر په لړ کې د قطر کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره پر هغو لارو چارو خبرې وکړي چې له مخې يې د کابل او دوحې ترمنځ د نشه ‌يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې همکاري زياتولی شي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو سره د مبارزې معین د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي وايي: « د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د محترم معین صاحب همکار حاجي صاحب پر مشرۍ د دې معینیت پنځه کسیزه پلاوی د قطر اسلامي هېواد د کورنیو چارو وزارت په بلنه، دې هېواد ته سفر ترسره کړ چې هلته به د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث ترسره شي.»

د نشه‌ یي توکو پر وړاندې مبارزې معین داسې مهال قطر ته تللی چې ځينو هېوادونو له افغانستان او پاکستان د نشه ‌یي توکو پر قاچاق اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې لاهم په افغانستان کې د نشه یي توکو زیرمې شته، هغه ادعا چې سرپرست حکومت یې نه مني ځينې ګاونډي هېوادونه د نشه ‌يي توکو پر کاروبار تورنوي.

خو اوس پوښتنه داده چې قطر ته د کورنيو چارو وزارت د پلاوي سفر څومره مهم دی؟

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا ډول سفرونه د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت، سیمه ییزې همکارۍ او د مثبتو اړیکو پراخولو لپاره ارزښت لري.»  

ځينې نوربیا په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د نشه ‌يي توکو د کر او توليد کچه صفر ګڼي، قطر او نورو هېوادونو ته د پلاويو سفر له دې کبله ګټور بولي چې په وسيله يې د نشه ‌يي توکو پر وړاندې په مبارزې کې د هېوادونو ملاتړ خپل کېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« موږ باید دوی دې ته اړ کړو چې په تېرو ۲۰ کالو کې چې د مخدره موادو کښت، قاچاق او کارولو په تړاو باندې دلته مرستې او کومکونه کېدل، هغه ادامه پیدا کړي او له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د افغانستان اسلامي امارت غني شي او په داخل کې د هغه لپاره د نړۍ له خوا مرستې وشي.»

له دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین ادعا کړې وه  چې نشه‌ يي توکي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي او ډاډ يې ورکړی و چې سرپرست حکومت د يادو توکو پر وړاندې په مبارزې کې جدي دی، خو په خبره يې د بديل معيشت په برابرولو کې دې نړيوالو ورسره همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist