Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان او ترکمنستان یو ځل بیا د ټاپي پروژې پر عملي لارو چارو خبرې وکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/09

کابل ته د ترکمنستان راغلي پلاوي د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره لېدنه کړې. 

دلاور وايي، د ټاپي پروژې ۸۱۶ کیلو متره برخه له  افغانستانه تېرېږي،چې دوی یې د امنیت خوندیتوب برخه کې ترکمن پلاوي ته بشپړ ډاډ ورکړ او ډېر ژر به یې په مسیر کې پرتې ځمکې هم استملاک کړي.

 دلاور وايي، افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلې کولو برخه کې هېڅ خنډ نه شته او ټولو اړخونو ته دې برخه کې ډاډ ورکوي.

دلاور زیاته کړه:« کوشش کوو،چې ډېر ژر شي یانې کېدای شي چې د کال په دویمې نیمایي کې کارونه عملي شروع شي او د پایپ لاین انتقال وشي ان شاءالله.»

کابل ته د ترکمنستان راغلي پلاوي له وزیر سره په خبرو کې وویل، د نوي زیږدیز کال رسمي سفر یې افغانستان ته پیل کړ او دا ثابتوي،چې دوی غواړي له افغانستان سره رغنده پراخه او پیاوړې اړیکې غواړي.

د کانونو او پترولیم وزیر یاده ناسته ګټوره بولي،چې دواړو خواوو یو بل ته د چارو عملي برخه کې ډاډ ورکړی.

دلاور وايي،  د ټاپي امنیت خوندیتوب برخه کې په دې غور کوي،چې د امنیت چار یې کومې امنیتي کمپنۍ ته ورکړي او که د اسلامي امارت پورې اړوند سرتېري یې مسوولیت پر غاړه واخلي.

دلاور زیاتوي:« ښه بحث مو درلود او ګټورې خبرې مو کړي،موضوع د ټاپي پروژې عملي کول و او په دې کې د دواړو خواوونه یو بل ته ډاډ ورکړل شو،چې د دې پروژې د ژر عملي کولو لپاره به جدي اقدامات کوو.» 

ټاکل شوې ده،چې افغانستان د راتلونکې سې شنبې ورځ له چین سره پر کرښه ناسته کې د مس عینک کان په اړه خبرې وکړي.

کانونو او پترولیم سرپرست  وایي،میس عینک کان سیمه کې یو ښارګوټی پیدا شوی،چې ۲۲۵۰ کاله مخینه لري او باید زیانمن نه شي.

شهاب الدین دلاور وايي، پیدا شوی ښارګوټی د افغانستان ملي شتمني ده او دوی د اطلاعات او کلتور وزارت سره پر ګډه د هغې د خوندیتوب لپاره کار کوي.

دلاور زیاتوي:« هلته یو ډېر لوی ښار پیدا شو. تقریباً دوه زره او دوه نیو سوه کاله مخکینی یو ښارګوټی پیدا شوی دی. موږ په هغه باندې  مصروف یوو، وزارت اطلاعات او کلتور او وزارت معادن په هغې باندې کار کوي،چې هغه زموږ شتمنۍ ده او صدمه ورته ونه رسېږي.» 

دلاور وايي، افغانستان له کاني زیرمو ډک هېواد دی او دوی غواړي،چې د ملي ګټو پر بنسټ یې د کېندنې قانوني چارې پیل کړي.

له دې سره هغه وايي، د  کانونو برخه کې د تېر نظام ځینې شوي تړونونو کې فساد شوی،خو بیا هم دوی چمتو دي،چې اصلاحات په کې راولي او پلې یې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist