Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او اوزبېکستان پنځه میلیارد ډالرو ته د کلنۍ سوداګرۍ لوړولو هڅه کوي

افغانستان او اوزبېکستان پنځه میلیارد ډالرو ته د کلنۍ سوداګرۍ لوړولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

افغانستان ته د اوزبېکستان ۳۰۰ کسیز سوداګریز پلاوي سفر د افغان چارواکو او خصوصي سکټور له تاوده هرکلي سره مخ شوی.

یاد پلاوي د اسلامي امارت او خصوصي سکټور له ګڼو چارواکو سره له لیدنو وروسته، د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د افغان- اوزبېک سوداګریز فورم په ناسته کې د ګډون پر مهال، د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې ورځ تر بلې د غوړېدو په درشل کې وبللې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي، غواړي له اوزبېکستان سره د افغانستان اوسنی سوداګریز ګراف ۵ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي. هغه زیاتوي چې د صادراتو اوسنۍ کچه لږه ده خو غواړي د لوړولو لپاره یې پراته خنډونه له منځه یوسي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « غواړو د افغانستان او اوزبېکستان تجارت پنځو میلیارد ډالرو ته ورسوو؛ په دې کې به ټرانزیټ، پانګونه او سوداګري شامل وي. دغه کار ډېر زحمت ته اړتیا لري او یوازې هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې موږ ټول لاسونه سره ورکړو او عملي پړاو ته یې ورسوو.»

نوموړی په خپلو خبرو کې وایي، که له یوې خوا سوداګریزې لارې وتړل شوې، له بلې خوا د منځنۍ آسیا دروازې پرانستې دي او په تجارتي اړیکو کې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

د هغه په خبره، اوزبېک لوري له افغان سوداګرو د ۱۰۰ زره ټنه پنبې پېرلو ژمنه کړې. عزیزي یو ځل بیا په هېواد کې د پانګونې موجوده شرایطو ته په اشارې له پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کوي.

نورالدین عزیزي په دې اړه وايي: « که له یوې خوا زموږ ځینو ګاونډیانو پر موږ لارې وتړلې، له بلې خوا منځنۍ اسیا ته زموږ لارې خلاصې شوې او زموږ ملت ته هېڅ ډول ستونزې پېښې نه شوې. موږ له خصوصي سکټور او نورو کسانو غوښتنه کوو چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي، هم ځان او هم ملتونو ته ګټه ورسوي. زموږ اوزبېکستاني ورور(خواجه یف) ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه به ۱۰۰ زره ټنه پنبه اخلي.»

د اوزبېکستان د سوداګریز پلاوي مشري چې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال یې کوي، د افغانستان او اوزبېکستان موجوده اړیکې مخ پر ودې یادوي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي. جمشېد خواجه یف وایي، هڅه کوي د افغان- اوزبېک سوداګرو ترمنځ همکاري پراخه او د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

خواجه یف زیاتوي: « په وروستیو کلونو کې د اوزبېکستان هڅه کړې چې د همکارۍ او پراختیا بهیر لا چټک کړي. دواړو خواوو په ګډه د بېلابېلو پروژو د پلي کولو لپاره هڅې کړې دي. په ځانګړي ډول، د زېربناوو د پراختیا اړوند موضوعات مهم دي. بې له شکه، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ دوستي، اقتصادي او سوداګریزه همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده. موږ د نویو صنعتي پروژو ملاتړ کوو او د هغو د پرمختګ لپاره به همکاري او مرسته وکړو. که د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي، نو د ځوانانو لپاره به د کوچنیو او منځنیو پروژو د پیل زمینه برابره شي او لازم شرایط به ورته رامنځته شي. همدارنګه، موږ غواړو د ګډون کوونکو پلاوو او سوداګرو ترمنځ همکاري پراخه کړو او د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړو.»

بله خوا، د اوزبېکستان د فرغانې والي وایي چې د کابل او تاشکند د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري د اوزبېکستان لومړیتوب دی. هغه زیاتوي چې هېواد یې یوازې د سوداګرۍ د پراختیا په لټه کې نه دی بلکې موخه یې دا ده چې نړیوالې همکارۍ پراخې او د سوداګرۍ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې ګډې پروژې او اقتصادي فعالیتونه رامنځته کړي.

خیرالله بازروف وايي: « د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري زموږ د دولت له مهمو سیاسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. موږ تل هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړو.موږ یوازې د سوداګرۍ د پراختیا په لټه کې نه یو بلکې موخه مو دا ده چې نړیوالې همکارۍ پراخې کړو او د سوداګرۍ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې ګډې پروژې او اقتصادي فعالیتونه رامنځته کړو.د سوداګریزو دهلېزونو او سوداګریزو لارو د پرانستلو او همدارنګه د برېښنا د پروژو او برېښنا سټېشنونو د جوړولو او فعالولو چارې به پیل کړو. دا به زموږ د همکارۍ لومړني عملي ګامونه وي. موږ ډاډه یو چې زموږ شریکان به په دې برخه کې له موږ سره نږدې همکاري وکړي. له همدې ځایه غواړم ټولو سوداګرو ته ووایم چې موږ د هر ډول همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وایي، دا فورم یوه سوداګریزه ناسته نه بلکې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې روښانه بېلګې دي چې موخه یې د سوداګریزو اړیکو پراخول، د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د اړیکو ټینګښت دی.

همدارنګه، په دې غونډه کې ګډون کوونکو افغان او اوزبېک سوداګرو په خپلو کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس سید کریم هاشمي وايي: « دا فورم یوازې تجارتي ناسته یا تشریفاتي غونډه نه ده بلکې د اقتصادي همکاریو ډېرولو، اړیکو ښه کولو او د دواړو ملتونو لپاره د هوسا راتلونکي جوړولو لپاره د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو ښکاروندي کويي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی وايي: « په ټولیزه توګه د دې هوکړه لیکونو ارزښت شاوخوا ۱۳.۷ میلیارده افغانۍ چې شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالره کېږي، د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوي دي.»

اوزبېک چارواکو له افغان سوداګرو غوښتنه وکړه چې په اوزبېکستان کې په ورته پروګرامونو کې په ګډون کولو سره د دواړو خواوو سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي
افغانستان

د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

جولای 28, 2026
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي
افغانستان

مجاهد اسلام اباد ته؛ پرافغانستان تورونه مه لګوئ

جولای 26, 2026
کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist