Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

په مزار شریف ښار کې د افغان – ازبېک سوداګرو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او همکاریو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه چې په کې له دواړو لورو چارواکو او ګڼو سوداګرو ګډون درلود.

غونډه کې په دوه اړخیزو همکاریو له ټینګار سربېره، د خوراکي غوړیو، پنبې، ساختماني او کرنیزو توکو د راکړې ورکړې په برخو کې ګډ تړونونه هم لاسلیک شول.

مسوولینو د دې غونډې په اړه تېر کال ته په اشارې ووېل، د دواړو دوست هېوادونو ترمنځ څه کم ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، خو دوی تمه لري چې روان کال کې دا کچه نوره هم لوړه کړي.

د ازبېکستان نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاق اوف وايي: «افغانستان او ازبېکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې د سوداګرۍ پر لور یې نوي ګامونه اخیستي. موږ تمه لرو چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ به روانې اړیکې لا پراخې شي. موږ تېره ورځ کابل کې هم د څه باندې٥٠٠ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل او نن هم دلته د میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کوو.»

د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ابراهیم غضنفر وايي: « د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ اوسنۍ کچه یوازې پيل دی؛ که چېرې موږ په ګډه حرکت وکړو، کولی شو دا کچه په نږدې راتلونکي کې څو میلیارد ډالرو ته لوړه کړو.»

په ورته مهال، افغان سوداګر دغه ګام د اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم ګام بولي، خو د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه هم کوي، ترڅو دا اړیکې لا زیاتې شي.

افغان سوداګر اجمل قادري وايي: « د بلخ ولایت له سوداګرو سره ډېره ښه تړونونه وشول. په دې تړونونو کې د مایع غوړیو، سمنټو، خوراکي توکو، څښاک توکو او درملو تړونونه شامل وو چې د افغان او ازبېک سوداګرو ترمنځ لاسلیک شول.»

افغان سوداګر ذبیح الله کهمردي وايي: « یوه ستونزه چې لاهم پاتې ده، هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ دی. لکه څرنګه چې د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د موټر چلوونکو لپاره وېزه لغو کړه، دلته بلخ کې هم باید د ازبېکستان او افغانستان ترمنځ د وېزې ستونزه حل شي.»

په همدې حال کې د بلخ والي مرستیال ازبېکستان ته د دوست هېواد خطاب کوي او پر لا زیاتو همکاریو د ټینګار ترڅنګ واييو ازبېکستاني سوداګرو ته به د پانګونې هر ډول اسانتیاوې برابرې شي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: « دا چې دوی په لوړه کچه افغانستان ته سفرونه کوي، دا خپله د دوستۍ نښه ده. موږ هڅه کوو دا همکاري او دوستي نوره هم ټینګه کړو.»

دا جعلي متن دی. د ډمی مینځپانګې لپاره د ډیفالټ متن مثالونه شتون نلري نو ما باید دا رامینځته کړی وي. دا ستاسو د خپل مینځپانګې سره بدل کړئ.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ پلازمېنه کابل کې هم له ازبېکستان هېواد سره د څه باندې۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه لاسلیک شول.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist