Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان؛ تېرو دوه کلونو کې د ژورنالستانو لپاره خونړی و

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/01

افغانستان په تېرو دوه کلونو کې د ژورنالستانو لپاره خطرناک هېواد یاد شوی دی.

د افغان خبریالانو کمېټه انديښنه لري، که دا وضعیت دوام پیدا کړي د بیان ازادي به زیانمنه کړي.

ارګ او د ملګرو ملتونو ادارې هم د ژورنالستانو په وضعیت انديښنه ښودلې او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې امنیتي ارګانونو باندې د امنیت ټینګار کړی.

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

نن پنج‌شنبه حکومتي، غیری حکومتي او د رسنیو استازي راټول شوي و تر څو د خبریالانو پروړاندې د جرمونو د معافیت د مخنیوي  نړیواله ورځې د نمانځنې ترڅنګ په هیواد کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره سره خپل نظرونه شریک کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریف په غونده کې انديښنه وښوده، چې اوسنی وضعیت د خبریالانو لپاره سم نه دی او باید بدلون ومومي.

ارګ افغانستان د ژورنالیستانو لپاره خطرناک هیواد یاد کړی او له مسوولو ادارو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي چې څنګه کیدای شي خبریالان خوندي کړي.

له دې سره یو ځای په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړی استازي هم په افغانستان کې د خبریالانو په وضعیت انديښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو داسې ویلي (( د ژورناليستانو په وړاندې د جرمونو مرتکبین باید په دې باور نه وي چې دوی له قانون څخه پورته دي، د معافیت له کلتور باید وننګول شي او په دې برخه کې همکاریو ته چمتو یو.))

دافغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مالومات له مخې افغانستان د نړۍ په سطحه د آزادی بیان په برخه کې په یوسل او اتلسم نمبر کې راځي چې په سیمه کې د هند هیواد څخه شل نمبره مخ ته ده.

د مالوماتو له مخې یواځې په تیرو دوه کلونو کې څلوردیرش ژورنالیستان وژل شوي دي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist