Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/11

د کابل، اسلام‌‌اباد او بېجينګ استازي د شريکو مسايلو پر سر د بحث لپاره کابل کې راټول شوي.

 دغه درې اړخيزه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ اړيکې د سياسي او سوداګريزو مسايلو له امله نورمال نه دي او ترڅنګ يې هند او پاکستان له يوه بل سره په جګړه بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پنځمې ناستې د موضوعاتو پر تعقیب او راتلونکو ورته ناستو لپاره يې د بحث وړ موضوعاتو باندې خبرې شوې دي.

د ياد وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له افغانستان سره د چين او پاکستان اړیکې مهمي بللې او هیله یې ښودلې چې په دې اړه د شویو ژمنو له امله به د درې ‌واړو هېوادونو په اړيکو کې پرمختګونه راشي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي:« د هېواد بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي وبللې او هیله یې وښوده چې په راتلونکي‌ کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.»

د ښه ګاونډيتوب پر اساس د اړيکو پراختيا هغه ژمنه ده چې په دې درې اړخيزه ناسته کې د چین او پاکستان استازو افغانستان ته ورکړې.

 د دې ترڅنګ، پر دې هوکړه شوې چې پر شريکو مسايلو د لا روښانه بحثونو لپاره به د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه راتلونکې ناسته هم په کابل کې ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « دغه راز په ناسته کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه وکړه. همداراز، د بحثونو په نتیجه کې لوریو توافق وکړ چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې دایرېږي او هم به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره امادګي نیسي.»

بل پلو، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د افغانستان، پاکستان او چين لومړنۍ درې اړخېزه ناسته کې د اقتصاد، امنیت او سیمې د ثبات په تړاو په ګډو همکاریو خبرې وشوې.

خان زیاته کړې:«  نن په کابل کې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په کوربه ‌توب د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه لومړنۍ ناسته وشوه چې پر اقتصادي او امنیتي همکاریو او همدارنګه د سیمه‌ يیز ثبات په اړه يې د نظرونو د همغږۍ لپاره فرصت برابر کړ.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې ناسته کې شوې ژمنې مثبې ارزوي او وړانديز کوي چې درې واړه هېوادونه دې د اختلافاتو حل، د شکونو له منځه تللو او د متقابل پوهاوي پیاوړتیا لپاره داسې کړنلاره ایجاد کړي چې له مخې يې ياد هېوادونه خپلې ستونزې د باور په فضا کې د خبرو له لارې حل کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي:« نه په کار ده چې د ملي ګټو پر بنسټ او د یوه تدبیر او مکانېزم له مخې، له دوی سره خبرې اترې او اړیکې وشي او لیدل شي چې آیا د دوی کړې ژمنې واقعا ً عملي کېږي کنه د پخوا په څېر خپلې پالیسۍ او سیاستونه مخکې وړي، بیا هم له افغانستان سره دوکه کوي یا یې استعمالوي؛ دا بیا د افغانستان پر ګټه نه دي.»

له دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د بهرنيو چارو وزيرانو پر کچه درې اړخيزې ناستې شوې دي چې اجنډاوې يې د درې ‌واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سياست پر اړوند مسايلو ورټولې وې.

د شنونکو نيوکه په ځانګړې توګه پر پاکستان له دې کبله ده چې په يادو ناستو کې يې د همکاريو په اړه کړې ژمنې نه دي عملي کړې او تل يې د شريکو مسايلو هوکړو ته د خپلو ګټو له زاويې کتلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist