په مسکو کې جوړېدونکې ناسته له افغان سولې سره هیڅ مرسته نه شي کولای .
کابل کې باور دا دی چې د مسکو ناستې هدف پر افغان حکومت فشار راوړل دي چې د سولې په تړاو د طالبانو هغه غوښتنې ومني چې له امریکا سره یې په مذاکراتو کې مطرح کړي .
افغان حکومت بیا د مسکو ناسته بابیزه ګڼي او ګډون پکې نه کوي .
ټاکل شوې روانه اونۍ په مسکو کې د طالبانو او ځینو سیاسیونو ترمنځ ناسته وشي.
په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي مسکو یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو په مسکو کې غونډه جوړوي .
د چارو شنونکي بیا د مسکو ناستې ته د شک په سترګه ګوري چې په خبره یې دغه ناسته د سولې لپاره نه بلکې پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره جوړیږي چې حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د شویو مذاکراتو پایلو ته غاړه کیږدي .
افغان حکومت بیا وايي دغه ناسته چې د طالبانو او ځنیو افغان سیاسیونو ترمنځ په مسکو کې جوړیږي د سولې له بهیر سره هیڅ مرسته نه شي کولای.
د مسکو له دغې ناستې انديښنې دا دي چې روسیه له امریکا سره سیالي کوي او د امریکا او روسیې رقابتونه به افغانان د جګړې یو نوي فصل ته داخل کړي .
حکومت بیا ټینګار کوي چې د مخامخ خبرو پرته بل هیڅ ډول مذاکرات او ناستې نه شي کولی د افغان سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي .
ټاکل شوې راتلونکې چهار شنبه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته وشي چې د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی به پکي ګډون وکړي، دغې غونډې ته مخکینی ولسمشر حامد کرزی، حکمت خلیل کرزی ، محمد محقق او پخوانی طالب چارواکی ملاعبدالسلام ضعیف هم وربلل شوي دي .
تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړاو شپږ ورځې پرله پسې خبرې وشوې ، خو کله چې زلمي خلیل زاد د دغو خبرو پایلې له افغان چارواکو سره شریکې کړې نو په ظاهره یې د ولسمشر محمد اشرف غني غصه وپاروله او وویل چې د سولې په خبرو کې بیړه ممکن خطرناکې پایلې ولري .











