Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

له هغه وروسته چې په قطر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات ترسره شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هوکړې ترڅنګ پردې هم توافق وشو چې دواړه لوري به  د یو بل درناوی کوي او پر وړاندې به یې دښمنانه کړنو ملاتړ نه کوي، خلک او د چارو کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د خپل پیدایښت په اوږدو کې دا ثابته کړې چې د افغانستان پر وړاندې ریښتینی نه دی.

افغانان وايي، پاکستان تل د دوی پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی او په ژمنو یې باور نه لري.

د خلکو غوښتنه دا ده چې د ترکیې تر راتلونکې ناستې پورې باید له دې هېواده  د کړیو ژمنو ضمانت واخیستل شي او له هغې وروسته دې ورسره سوداګري او نورې اړیکې پیل شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « له دې ګاونډي سره چې تاسو په ټول تاریخ کې صداقت، اسلامي اخوت، انساني او بشري حقوق او د ښه نیت څه نه وي لیدلي، پر هغه باور کول تېروتنه ده. دا تېروتنې افغانانو د پاکستان مارشالايي رژيمونو پر وړاندې بیا بیا کړې دي. زموږ هیله دا ده چې د ترکیې تر ناستې پورې له پاکستان څخه د هغو ژمنو او تعهداتو عملي بڼه وغواړو چې په قطر کې یې کړې او له هغه وروسته ورسره خپلې تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړیکې تنظیم کړو.»

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان هېڅکله د باور وړ نه دی، لسګونه کاله کېږي چې په تجارتي، سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې ژمنې او تړونونه کوي، خو هرځل یې بېرته مات کړي. دا ځل باید قطر او ترکیه له پاکستان څخه تعهد او ضمانت واخلي، ترڅو خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.»

تحلیلوونکي وايي، د کابل پر وړاندې د اسلام اباد د چلن مخینې ته په کتو، ډاډمن نه دي چې دا هېواد دې په خپلو وروستیو تعهداتو هم ودریږي او باید ورسره په محتاط ډول ګامونه واخیستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان به د دوحې ژمنه هم ماته کړي او لپاره به یې نوې بهانې وتراشي؛ دا ځکه چې پاکستان فکر کوي چې با ثباته افغانستان د دوی په تاوان دی. دوی غواړي افغانستان د خپلې سټراټیژيکې ژورتیا په توګه وساتي. ښه به دا وي چې ټول افغانان د پاکستان پر وړاندې د یوه ملي او سیاسي تعهد له مخې ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې پاکستان زموږ سیاسي خپلواکي او حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

په ټوله کې باور دا دی چې پاکستان په تېره نیمه پیړۍ کې له افغانستان سره خپلې هېڅ ډول ژمنې او تعهدات نه دي عملي کړي؛ ځکه نو افغان ولس پرې بې باوره دی.

د چارو کارپوهان وايي، هغه هېواد چې هېڅ کله هم په خپلې کړې ژمنې عمل نه وي کړی، څنګه یې پر تازه ژمنو باور وشي؟

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا نیمه پېړۍ چې په افغانستان کې اړ او دوړ دی، ستونزې او جګړې دي، دوی هر هغه قرارداد او تړون مات کړي چې د افغانستان له هر ډول نظام سره یې کړی دی؛ له همدې امله افغانان پر پاکستان باور نه لري او هر کار ته یې د شک په سترګه ګوري. زموږ هیله دا ده چې پاکستان د افغانستان ترڅنګ نورو ګاونډيانو سره هم خپلې اړیکې ښې کړي، ترڅو په ټوله سیمه کې سوله او ثبات راشي؛ په دې کې به د ټولو ګټې خوندي شي.»

د قطر په ناسته کې د افغان پلاوي مشر او د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، د شوي اروبند ساتلو، د ښو خپل منځي اړیکو او همداراز د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو لپاره به یو مکانېزم رامنځته شي او د دواړو خواو تخنیکي کمېټې به د قطر او ترکیې تر څار لاندې پر دې مکانیزم کار کوي.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بله ناسته د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۵ نېټه په ترکیه کې ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist