Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانان هرکال ۲۴۱ میلیونه ډالر د خپلې درملنې لپاره بهر ته وړي

admin by admin
2019/07/23

عامې روغتیا وزارت اعتراف وکړ، چې د ځينو خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

عامې روغتیا وزارت یو پنځه کلن پلان جوړ کړ چې له مخې به یې خصوصي سکتور ته په دغه برخه کې د خدمت کولو کار اسانه شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، ۶۱ سلنه خلک په خصوصي سکتور او پاتې نور په دولتي روغتونونو کې درملنه کوي.

عامې روغتیا وزارت وایي، پخوا به هر کال ۲۸۵ میلیونه ډالر بهرنیو هېوادونو کې په درملنه مصرفیدلې چې اوس دغه کچه ۲۴۱ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

افغان دولت دومره امکانات نه لري چې د ټولو هېوادوالو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ځکه خو دغه برخه کې خصوصي سکتور خپل شریک ګڼي.

عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاو زمینه برابره کړي.

د عامې ورغتیا وزیر فېروزالدین فېروز داسې وویل (( هیڅ دولت نه شي کولی په یوازې ځان خلکو ته خدمات وړاندې کړي، په دې برخه کې د خصوصي سکتور مرسته او همکاري تل حیاتي وه ځکه چې خصوصي سکتور مالي او لوژیستکي امکانات ډېر لري.))

وزیر وایي، د روغتیا ډیری برخو کې پاتې راغلي او نه شي کولی د زړه عملیات، د ګردې او مفاصلو پیوند، پلاستیکي جراحي او داسې نور د لوړې بیې خدمات وړاندې کړي چې په وینا یې دې برخه کې خصوصي سکتور ښه پایله ورکړې ده.

په اوس کې افغانستان ۱۵ قلمه داسې درمل تولیدوي چې د ورادولو لپاره یې هیڅ اړتیا نه شته او د کیفیت له پلوه هم دوی خپله ضمانت کوي.

سږکال افغانستان همدغه ۱۵ قلمه درمل ان افریقا ته هم صادر کړي دي چې دغې برخه کې دا ستره لاسته راوړنه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist