Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افریدی: پاکستان دې پر افغانستان د تورونو لګولو لپاره کره شواهد وړاندې کړي

افریدی: پاکستان دې پر افغانستان د تورونو لګولو لپاره کره شواهد وړاندې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو مکررې ادعاوې کړې، چې د افغانستان له خاورې يې امنيت ته ګواښ متوجه دی، خو  تر دې دمه پدې  اړه د شواهدو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

تازه د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهېل افريدي په ننګوونکې لهجه ويلي، که پاکستان رښتيا هم د خپلو ادعاوو په اړه شواهد لري، نو وړاندې دې يې کړي. هغه دغه څه يوازې ادعا بللې او زياته کړې يې ده، چې بل هېڅ ګاونډي د افغانستان په تړاو داسې ادعاوې نه ده مطرح کړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي: (( له افغانستان سره د نورو هېوادونو هم پولې شته، خو هیڅوک شکایت نه لري، نو بیا ولې دا ویل کېږي چې له افغانستانه ترهګري راروانه ده که رښتیا داسې وي نو موږ ته دې یې ثبوت وړاندې کړي))

اسلامي امارت تل په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دي، روانې ناامنۍ د ياد هېواد اړوند مسله بللې.

بل لور ته د چارو یو شمېر شنونکي د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر څرګندونې پرځای بولي او د دریځ ستايلو ترڅنګ يې له پاکستانه غواړي، چې د سيمه‌ييز امنيت او ټيکاو لپاره خپلو پالیسیو کې مثبت بدلون راولي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وویل: (( دا د حقیقت ویلو یوه موضوع ده، چې یو څوک بلاخره دې حقیقت ته ورسېدل چې دلته یو څوک شته چې له افغانستان سره اړیکې په لوی لاس خرابوي. هیله داده چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره په اړیکو کې له سره کتنه وکړي.  

د سیاسي چارو یو بل شنونکی اخترمحمد راسخ ورته خبره کوي خو زیاتوي: (( زه افریدي صیب ته دا وینا لرم چې ته هم پوهېږې زه هم پوهېږم لر پښتون پوهېږي او بر پښتون پوهېږي، بلوڅ پوهېږي او سیمه‌ییز هېوادونه پوهېږي چې دا لوبه چا شروع کړې او دا لوبه څنګه مخته روانه ده، دا لوبه ولې نه ختمېږي. ))

په ورته وخت کې ځینې نور څارونکي  بیا په هره کچه د پاکستان حکومتي چارواکو هر ډول څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او د ادعاوو ترڅنګ يې پر خبرو باور کول تېروتنه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: (( پاکستان دا حق نه لري چې د افغانستان په اړه خبرې وکړي. پاکستان د افغانستان د تباهۍ بنسټ اېښودونکی دی، د پاکستان هر چارواکي خبرې د منلو وړ نه دي. ))

د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په ګډون بلوڅ بېلتونپالو او هرې ډلې په کراتو ويلي، چې خپل فعاليتونه په پاکستان، بلوچستان او د ياد هېواد تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې تنظيم او پلانوي او دا يې رد کړې، چې ګوندې د خپلو فعاليتونو لپاره په ګاونډ کې د کوم هېواد له خاورې ګټه اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist