Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسیا پراختیايي بانک: د ټاپي پروژې ټول فعالیتونه د اوس لپاره ځنډول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/09

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویپا هاجیف د پاکستان انرژۍ وزیر حماد ازهر سره د لیدنې پر مهال ویلي، د اسیا پراختیایي بانک تر هغې پورې په ټاپي پروژه کې مرسته نه کوي،چې د افغانستان حاکم نظام په رسمیت نه وي پیژندل شوی.

د آسیا پراختیایي بانک چې له دې مخکې د یادې پروژې تسهیل کوونکی و وایي، د افغانستان حاکم حکومت ته باید د ملګرو ملتونو او نړۍ لویو اقتصادي هېوادونو لخوا مشروعیت ورکړل شي. 

د یاد بانک ویاند البرت پارک هم دا خبر تاییدوي او وایي، د ټاپي پروژې ټول فعالیتونه یې د اوس لپاره ځنډولي دي.

پارک زیاته کړه:« د آسیا پراختیایي بانک په ټاپي پروژه کې خپل ټول فعالیتونه ځنډولي دي. موږ به تر بلې خبرتیا  پورې په دې پروژه کې هېڅ ډول مرسته ونه کړو.» 

اقتصاد پوهان هم په دې باور دي،چې افغانستان اوس په هغه موقف کې نه دی،چې د ټاپي په څېر لویو اقتصادي پروژو ته په سیمه کې تضمین ورکړي. 

دوی وايي، د یادې پروژې لپاره نه یوازې افغانستان خنډ دی، بلکې د پاکستان او هند ترمنځ شته ناندرۍ هم ستونزه پېښولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي:« له اسلامي امارت سره امنیت ښه شوی او له  امنیتي اړخه افغانستان دې پروژې ته چمتو دی،خو له سیاسي اړخه افغانستان تر دې دمه دا مشروعیت نه لري،چې دا ډول پروژې ته تضمین ورکړي. د پاکستان په خاوره کې هم دا پروژه ستونزه لري،تر څو د هند او پاکستان ترمنځ خپلې ستونزې حل نه شي، دا پروژه به عملي نه شي. هند، ترکمنستان او اسلامي امارت باید په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي. دا پروژه یوه سیمه ییز او نړیوال ضمانت ته اړتیا لري. اسلامي امارت  لپاره د دې ضمانت ستونزن دي.» 

ځینې نور بیا د اسیا پراختیایي بانک دا اقدام ظاهرآ منطقي یادوي او پر اسلامي امارت غږ کوي،چې د ټاپي لس میلیاردي پروژې لپاره دې خپل اقتصاد له جنګي بڼې راوباسي او د سولې بڼه دې ورکړي.

دوی وایي، اسلامي امارت دې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او مشروعیت دې ترلاسه کړي،ترڅو له  ټاپي پروژې  بې برخې نه شي.

د اقتصادي چارو  کارپوه نور الله  عزیز عزیز وايي:«  دا پروژو د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده. اسلامي امارت  ته اړینه ده،چې د همه شمولیت بحث لپاره نورو څېرو ته په حکومت کې ځای ورکړي، د ښځو حقونه لا خوندي شي او نړیوال کنوانسیونونه ومنل شي،ترڅو په رسمیت وپیژندل شي  او دا پروژنه ممکنه کړي. که دا کارونه وشي، د رسمیت پیژندلو مخکې هم دا پروژې پلې کیدلی شي. له جنګي اقتصاد باید د سولې اقتصاد ته را ورګرځي.» 

 ټاپي یا د ګاز نل لیکې پروژه،چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه اقتصادي پروژه ده، پر بنسټ یې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د کال تر ۳ اعشاریه ۲ میلیارده مکعب فوټه ګاز لیږدوي.

په دې پروژه کې به نه یوازې افغانستان ته صفر اعشاریه پنځه میلیارد مکعب فوټه ګاز ورکول کیږي بلکې زرګونه خلک به هم ورسره په کار بوخت شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist