Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسټن: د افغان پوځ  پاشل کېدو حیران کړو

admin by admin
2021/09/29

د امریکا سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې استازو د افغانستان د وروستي تحول په تړاو د هغه هېواد دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ور غوښتي وو.

دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، که دوه نیم زره امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتې وای، ښايي حکومت نه وای سقوط شوی او په خبره یې په ناڅاپي ډول د افغان پوځ پاشل کېدو حیران کړی دی.

اسټن زیاتوي:«رښتیا دا دي،هغه افغان پوځ،چې موږ او زموږ متحدینو جوړ کړ، په ځینو مواردو کې ان له یوه ډز کولو پرته وپاشل شول او موږ ټول یې حیران پرېښودو.»

خو لویډ اسټن په عین حال کې هڅه کړې،چې تر یو بریده افغان لوری هم ملامته کړي دي. اسټن ویلي،د افغان مشرانو ترمنځ د فساد اوج او د سرتېرو ترمنځ د یوې منظمې او ژمنې ادارې نه موجودیت د حکومت د پاشل کیدو لامل  و.

د امریکا  پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي بیا خبرداری ورکړی  دی،چې ښايي له یو تر درېیو کلونو یو ځل بیا له افغانستانه پر دوی برید وشي.

میلي زیاته کړې:« موږ باید امریکا او د امریکا خلک له هغو بریدونو څخه خوندي وساتو، چې له افغانستانه پیښیدونکي دي. دا چې القاعده او داعش ډله به له افغانستانه پر امریکا برید وکړي یو واقعي امکان دی. دوی کولی شي، په راتلونکي یو تر درېیو کلونو کې امریکا ته ګواښ پېښ کړي.»

دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د استازو د پوښتنو په ځواب کې تقریبا ورته ځوابونه ورکړي.

امریکايي نظامیانو د سناتورانو تر غوږونو دا هم ور تیره کړې،چې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو پریکړې او پایلو یې په توله نړۍ کې د امریکا باور زیانمن کړی دی.

تر دې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخ شو او ځینو یې ان د  استعفاء غوښتنه وکړه.

خو د امریکایي نظامیانو تازه څرګندونو ته د سپینې مانۍ غبرګون بیا د ولسمشر جوبایدن د پریکړې پر ملاتړ دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي، ولسمشر جوبایډن ته د نظامي مشاورینو له خوا ویشل شوي نظریات ورکول کېدل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist