Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان: په ټول قوت سره افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوو

اسلامي همکاریو سازمان ناسته: قریشي د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د ملاتړ غږ وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/23

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د وري پر ۲مه»د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوه.

دا په تېرو درې میاشتو کې ددې سازمان دویمه ناسته ده،چې تېره هغه یې په ډيسمبر میاشت کې وشوه او تمرکز یې پر افغانستان و.

اوسنۍ غونډه د عدالت لپاره د یو والي او د پرمختګ په موخه د همکارۍ تر عنوان لاندې جوړه شوې او شاوخوا ۵۷ غړو هیوادونو استازو په کې ګډون کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دې ناستې د پرانیستې په وینا کې پر اسلامي نۍ غږ وکړ،چې باید د افغانانو لاسنیوی وشي او د نورو ترهګریزو ډلو د ځپلو په موخه د افغان حکومت ملاتړ وشي.

قریشي زیاتوي:«  د اسلامي همکاریو سازمان تېره ناسته د افغانستان لپاره ډېره غوره وه. زموږ ملاتړ باید دوام وکړي. موږ باید هلته د بشري ناورین او اقتصادي سقوط مخه ونیسو. موږ باید همدا راز د داعش د له منځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړو. موږ باید په افغانستان کې له نورو ترهګرو سره هم د مبارزې لپاره مناسبې سټراټيژۍ  تعقیب کړو.»

شاه محمود قریشي ټينګار وکړ،چې با ثباته ، امن او خوندي افغانستان د سیمې او ټولو هېوادونو پر ګټه دی.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له نننۍ ناستې وړاندې، پرون له اسلامي پراختیايي بانک سره د افغانانو لپاره د اعتماد وجهي صندوق منشور هم لاسلیک شو.

د اسلامي پراختیايي بانک مشر  محمد سلیمان جاسر وايي:« موږ تېره ورځ له افغانستان سره د مرستو په موخه د اعتماد یو وجهي صندوق جوړ کړ او د اسلامي هېوادونو کنفرانس سازمان له چارواکو سره مو لاسلیک کړ. دا کار مو له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو په موخه وکړ. موږ له تاسې هم هېله من یو،چې په دې برخه کې خپله همکاري وکړئ.»

اخوا د اقتصادي چارو شنوونکي بیا  په دې اند دي،چې دغه وجهي صندوق د افغانانو لپاره خاصه مرسته نه شي کولای،ځکه د اسلامي همکاریو پرمختللي غړي هېوادونه له یو بل سره ښې اړیکې نه لري او په اوږد مهال کې بشري مرستې د افغانانو درد نه شي دوا کولای.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« له افغانستانه هلته کوم لوړپوړي پلاوي ګډون نه دی کړی. زما نظر دا دی،چې دا کار باید په کابل کې شوای وای، که له افغانستان سره د همکارۍ صندوق جوړیږي دلته باید وي. بل دا چې دا صندوق دومره اغیزمن هم نه دی او ډېرې پیسې به هم په کې راټولې نه شي،ځکه اسلامي هېوادونه له یو بل سره تضاد لري.»

د  اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« بشري مرستې په یوازې ځان نه شي کولای،چې د بشري ناورین په مهار کې او په اوږدمهاله توګه د اقتصاد په بیارغونه کې مثبت رول ولوبوي. د دې لپاره مهم ده،چې افغانستان پر نورو لارو باندې فکر وکړي. هغه لارې کیدای شي،چې د معادنو استخراج او د صنعت پرمختګ وي.»

د اسلامي همکاریو سازمان په دې ناسته کې د اوکراین او روسیې پر موضوع او د کشمیر پر کړکیچ هم خبرې کیږي،چې په پام کې ده،چې نن چهارشنبه هم دوام وکړي.

اخوا بیا له افغانستانه دغه کنفرانس ته کوم لوړپوړی پلاوی نه دی تللی او د اکبر اعظمي پر مشرۍ ټیټ پوړي پلاوي ګډون کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist