Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

اسلامي امارت یو ځل بیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسپارل کېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/13

د اسلامي امارت د واکمنېدو نږدې درې کاله تېرېږي، خو په دې موده کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د مخکېني حکومت له استازي نصیر احمد فایق سره ده او اسلامي امارت په وار وار غوښتنو سربېره هم، د یادې څوکۍ په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

اسلامي امارت يو ځل بيا له ملګرو ملتونو غواړي، چې په یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا ډېره مهمه ده، د افغانستان څوکې چې ملګرو ملتونو کې ده،  دا د افغانتسان ملکیت ده او د افغانستان خلکو منافع له هغې څوکۍ ساتل کېږي، دا چې نه ورکول کېږي، د افغانستان خلکو حق غصب شوی دی بې له شکه. دا باید هرڅه ژره بېرته افغانستان ته وسپارل شي او افغانستان ته موقع ورکړل شي، چې د خپل ځان استازولۍ هلته په ملګرو ملتونو کې وکړي.»

مجاهد وايي، د اصولو له مخې د مخکېني حکومت استازی نه‌شي کولی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي.

هغه زیاتوي:« دا د ټولو نورمونو او اصولو خلاف ده، هغه (نصیر احمد فایق) یو شخص دی، تېره اداره چې موجوده وه، د هغوی استازولي به یې کوله، کله چې په افغانستان کې تحولات راغلل، نوی حکومت منځته راغلی، دا د حکومت پر استازیتوب نه دی، د افغانستان خلکو پر استازولۍ هلته ناست نه دی. یوازې هغه څوکۍ چې تشه پاتې نه شي، یو شخص دی، ناست دی او د افغانستان خلکو استازولي نه شي کولی.»

اسلامي امارت په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د خپل استازي په توګه نومولی، خو دې سازمان د نوموړي ماموريت پيلولو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د سیاسي چارو کارپوهان ياده څوکي د اسلامي امارت حق ګڼي او زياتوي، ملګري ملتونه دې د هېوادونو د غړيتوب اصل ته په پام ياده څوکي اسلامي  امارت ته وسپاري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ملګرو ملتونو کې غړیتوب یا استازي درلودل، د یوه نړیوال سازمان با اعتباره حقوقي منل شوی او په ټوله نړۍ کې اثر لرونکی اهمیت لري، چې د افغانستان غږ ټولې نړۍ ته ورسوي او له نړۍ سره اړیکه ولري، ان له انزوا د خلاصون یوه لاره ده او کورنۍ ستونزې هم دلته حل کېږي او بهرنی سیاست هم هلته ښه منعکس کېږي. نو دا اړینه ده چې طالبان وکړی شي، چې د نړۍ او ملګرو ملتونو شرایط پلې کړي یا ومني، چې وکړی شي دغه څوکۍ لاسته راوړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۹۴۵زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان بنسټ کېښودل شو او افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د دغه سازمان غړېتوب ترلاسه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist