Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

د افغانستان اسلامي امارت د «ډنیس کویل» په نوم یو تن امریکايي تبعه چې د تېرکال په جنوري میاشت کې نیول شوی و، سې شنبه له بنده ازاد کړ.

بهرنیو چارو وزارت وايي، دا امریکايي تبعه د افغانستان د نافذه قوانینو د نقض په تور نیول شوی و او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د نوموړي د کورنۍ له غوښتنې او د سترې محکمې له حکم وروسته ازاد شو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، باور دا دی چې دغه ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او په راتلونکي کې به د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې شته ستونزو ته حللارې وموندل شي.

ضیا‌ء احمد تکل  زیاته کړې: « د افغانستان اسلامي امارت دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ ترسره کوي  او باور لري چې دا ډول ګامونه کولی شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي. همداراز هیله څرګندوي چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي.»    

بله خوا، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی چې د همدې ستونزې په تړاو افغانستان ته راغلی و، د ډنیس کویل ازادېدل د اسلامي امارت پرځای او سمه پرېکړه بولي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه رسنیزه غونډه کې د اسلامي امارت دغه ګام د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې مثبت پرمختګ یاد کړی.

خلیلزاد په دې اړه ویلي: « زه ډېر خوښ یم چې نن ورځ په ځانګړې توګه دلته له تاسو سره یم. زما د خوشالۍ دلیل دا دی چې یو امریکايي تبعه چې دلته بندي و، نن له بنده خوشي شوی او خپل کور او خپل هېواد امریکا ته ځي. زه د نوموړي خوشي کېدل یوه ښه فیصله بولم.»

همدارنګه، د محمد رحیم الافغاني په نوم د هغه افغان تبعه کورنۍ چې له تېرو نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د امریکا په بند کې دی، د ډونالډ ټرمپ له حکومت څخه هم د نوموړي د ازادېدو غوښته کوي.

د نوموړي زوی له رسنیو سره په خبرو کې وايي، د امریکا له اوسني حکومت څخه هم د ورته ګام تمه لري او زیاتوي چې د خپل پلار د ازادېدو په تړاو یې د زلمي خلیلزاد په لاس د امریکا حکومت ته لیک هم استولی.

محمدابراهیم الافغاني وايي: « زما پلار له ۱۹ کالو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې پروت دی، حال دا چې هېڅ ډول جرم نه لري. اسلامي امارت نن د امریکا یو بندي ورخوشي کړ او خپلې کورنۍ ته لاړ؛ موږ د امریکا له حکومت غواړو چې زموږ پلار هم راخوشي کړي.»

اسلامي امارت د ډینس کویل په نوم امریکايي تبعه داسې مهال له بنده ازادوي چې تر دې وړاندې یې هم د رایان کوربټ او جورج ګلېزمن په نومونو دوه امریکايي بندیان د قطر په منځګړیتوب له بنده ازاد کړي و.

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر د معاون مرستیال سباسټین ګورکا په یوه ټویټ کې له افغان حکومت څخه په جدي ډول د ټولو امریکايي اتباعو د ازادېدو غوښته مطرح کړې وه او د څلورو دغو بندیانو نومونه یې هم ذکر کړي و چې یو په کې افغاني الاصله امریکایي محمود حبیبي و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist