Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یوځل بیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غوښتنه کړې

اسلامي امارت یوځل بیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/03

د نږدې درې نیمو کلونو په تېرېدو سره لاهم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده ورکړل شوې.

که څه هم وړاندې څو ځله دا غوښتنه شوې، خو اوس د اسلامي امارت چارواکو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې باید افغانانو ته خپل نړیوال حق ورکړل شي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او باید دوی ته په واک کې ورکړل شي، ترڅو پر نړیواله کچه هغه اندېښنې له نږدې ځواب کړي چې د افغانستان په تړاو شته دي.

فطرت په دې اړه وايي: « په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او باید د افغانستان اوسني نظام ته په واک کې ورکړل شي، ترڅو هلته د افغانانو ښه نمایندګي وکړي او هغو اندېښنو ته ځواب ووايي چې د افغانستان په اړه موجودې دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا پر ستونزو له نږدې بحث لپاره مهمه ګڼي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته وسپارل شي چې په باور یې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو ټينګښت یوازینۍ لاره همدا ده.

دوی تمه لري چې اوس به هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي وي چې با ثباته او پرمختللی افغانستان د نړۍ پر ګټه دی او تر نړیوالو د افغان ولس د غږ رسېدو لپاره افغان لوري ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ  سپارل مهم دي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « اوس د دې وخت رارسېدلی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ اوسني نظام ته وسپارل شي. دا دې لپاره چې پر مسایلو له نږدې بحث وشي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې هم لا پراخې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « زه هیله لرم د سیمې او نړۍ هېوادونه او په ځانګړې توګه نړیوال بنسټونه اوس دې پایلې ته رسېدلي وي چې د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د نړۍ په امنیت ټینګولو کې لا ښه رول لوبولی شي. باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانستان ته وسپارل شي ترڅو د افغانستان د خلکو غږ نړۍ ته ورسوي.»

خو ځينې نور بیا په دې باور دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته رسېدو لپاره لاهم واټن شته او اړینه ده چې په کور دننه ځينې چارې ترسره شي.

دوی زیاتوي، کابل ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د نه سپارلو له امله په نړیوالو دریځونو کې د افغانانو غږ بند شوی او نړۍ ته پکار ده چې له افغانانو دغه حق وا نه خلي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي: « خبره دا ده چې دې ته تر رسېدو پورې لاهم منځ کې واټن شته. په دې مانا چې اسلامي امارت باید ځینې کړنې ترسره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي: « ملګرو ملتونو په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ سپارل له کورني مشروعیت ترلاسه کولو سره تړلې ده او دا کار د دې سبب شوی چې افغانان په نړیوالو سټېجونو کې خپل غږ ونه لري. ډېر کله ناسم مالومات دغو سټېجونو ته رسېږي او یا هم کله چې یوڅوک یوه پوښتنه او ستونزه مطرح کوي، د افغانستان له آدرسه اړین ځواب نه ورکول کېږي.»

اوس مهال اسلامي امارت له ۴۰ زیاتو هېوادونو سره تعامل لري،خو لا تراوسه هېڅ یوه هېواد هم د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی او نه یې هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ ورکړل شوې چې امله یې په نړیوالو ستېجونو کې د افغانانو د غږ پورته کولو مخه نیول شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist