Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: تېرو دوو کلونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوي

اسلامي امارت یوناما په يو لړ فعاليتونو کې پاتې بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/05

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ( یوناما) د افغانستان سرپرست حکومت تل د بشري حقونو پر نقص تورنوي.

د یوناما له لوري په خپرو شویو راپورونو کې، چې څو میاشتې او ان يو کال وروسته خپرېږي، تر ډېره په افغانستان کې له بشري حقونو د سرپرست حکومت پر سر غړونو متمرکز وي.

خو اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا وايي، یوناما په افغانستان کې د خپل اصلي ماموریت پر ځای د ناسمو راپورونو پر ترتیب وخت تېر کړی.

د فطرت په خبره، یوناما تر یوه حده عامو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړی.

هغه زیاتوي:« افغانستان کې د یوناما فعالیتونه د موسسو او خیره کارونو د کنټرول او مدیریت په برخه کې تر یوه حده ګټور تمام شوي، خو هغه راپورونه چې د یوناما له خوا د ملګرو ملتونو سازمان ته لېږل کېدل د عقدې ښکار ګرځېدلي او د غلطو مالوماتو او غیر موثقو سرچینو څخه ترلاسه شویو مالوماتو باندې بناء دي. په دې برخه کې دوی( یوناما) نه دي توانېدلي چې  خپل ماموریت سم سرته ورسوي.» 

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ موجوديت ګټور بولي.

د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارې په روغتیايي، بشري او نورو برخو کې د بشري ناوړه وضعیت د مهارولو لپاره یو لړ مهم ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« افغانستان کې یې فعالیت خامخا ګټور دی. اوس وګورئ، په اوونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالر راځي، ملګري ملتونه یې لېږي، بل دا چې د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له خوا هم مرستې راځي. همدا یوناما ده چې افغانستان ته مرستې کېږي.»

ځینو نور بیا په سیاسي او اقتصادي لحاظ له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پر رغولو کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ رول مهم ګڼي.

د دوی په خبره، د يوناما له هڅو او همکاريو پرته، اسلامي امارت په داسې حال کې چې په سياسي لحاظ په انزوا کې دی، له هېوادونو سره تعملات نه شي تنظيمولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مارچ په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د سياسي استازوالۍ (يوناما) ماموريت په افغانستان کې پای ته رسېږي او د فعاليت د بيا تمديد او نه تمديد په اړه به يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په راتلونکې کې ناسته کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist