Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت په تاجکستان کې د افغانستان په اړه له جوړې شوې ناستې هرکلی وکړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/29

د تاجکستان پلازمېنه دوشبنه کې د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۶ مه» د افغانستان په اړه  امنیتي دوه  ورځينۍ ناسته په څو مهمو ټکو پای ته ورسېده. 

د ناستې برخوالو د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې، افغانانو ته لومړنیو حقونو په ورکړې او د سیمې د ثبات لپاره افغانستان کې د سیاسي ټیکاو پر اړتیا خبرې اترې کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د یادې ناستې هرکلی کړی او خپله ژمنه يې تازه کړې،چې هېڅ هېواد ته به د افغانستان له لوري زیان ونه رسیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« د نړیوالو دا حق دی،چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد ونه کارول شي او دوی باید ډاډ ترلاسه کړي. اسلامي امارت د خپل دریځ او پالیسۍ له مخې، د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي،چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي. نه به چاته اجازه ورکول کېږي،چې دوی ته کوم ګواښ متوجې شي.»  

د سیمې هېوادونو د امنیت شورا سلاکاران د افغانستان او سیمې په روان وضیعت سره راټول شوي وو چې په یو شمېر مسایلو ګډ توافق ته ورسي او د افغانستان په اړه یو واحد دریځ رامنځته شي.

کارپوهان وایي، راټول شوي هېوادونه یو له بل سره متضادې ګټې لري،چې په عملي توګه د افغانستان او سیمې په وضیعت کې کوم اساسي بدلون نه شي راوستلی،چې څنګه یې تمه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی  اسدالله ندیم وايي:« دوشنبې کې امنیتي غونډه د سیمې د مهمو هېوادونو په ګډون ترسره شوې، که چېرې دوی پر خپلو خبرو ژمن ودرېږي، نو کولی شي د افغانستان پر وضعیت ښې اغېزې ولري؛ خو دا هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې او موخې لري او ان په ځینو برخو کې له یو بل سره تضاد کې دي. بناء د دوی ناستې تر یوې اعلامیې پاتې کېږي او هر یو خپلې موخې څاري.»  

ځینې نور بیا وايي، د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته په سیمه ییزه کچه د افغانستان په اړه سیاستونو بدلون کړی دی،خو افغانستان په تیرو نهو میاشتو کې له  سیمې او نړۍ سره کومه مشترکه ژبه پیدا نه کړای شوه.

دوی  په سیمه او ګاونډ کې اوسنۍ ناستې د لویو هېوادونو یوه لوبه بولي او ټینګار لري،چې اسلامي‌امارت دې ورته جدي پام وکړي.

افغانانو ته د لومړنیو حقونو په نه ورکړې پر اسلامي امارت د  نړیوالو نیوکه ده.

اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی دی او په دې اړه لاهم کوم میکانیزم،چې  دوی یې د جوړولو ژمنه ورکړې، تر اوسه پورې  نه ده وروستۍ شوې.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، افغانستان باید نړۍ او سیمې ته دا هرڅه په ډاګه کړي،ترڅو له سیمه افغانستان سره همغږې شي.

هغه زیاته کړه:«  تر ډېره پورې د افغانستان ستونزه کورني اړخونه هم لري. پر کوردننه هم باید ورته سیاستونه ونیول شي.  طالب چارواکي باید له پاتې نورو افغانانو سره خپلې ستونزې او نور مسایل کم کړي  او حل یې کړي.» 

د تاجکستان په کوربتوب او مشرۍ د سیمې هېوادونو پر کچه دغه ناسته داسې مهال جوړیږي،چې یاد هېواد له تیرو لسو میاشتو راپدیخوا له افغانستان سره خپله پوله تړلې، کابل کې یې خپل سفارت تړلی او د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو وېره لري،خو اسلامي‌امارت د تاجکستان په ګډون ټولو ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی دی،چې افغان خاوره به یې پرضد ونه کاریږي.

د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې له هېوادونو دا غوښتنه کېږي،چې د اسلامي‌امارت حکومت پر رسمیت ومني او بیا د دې چانس ور نه کړي،چې دا هېواد په جګړو او تاوتریخوالي کې ورښکیل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist