Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید  موخې  ته تر رسېدو وړاندې خنثی شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د افغانستان اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون بریدګر یې  موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړي دي.

خبرپاڼه کې زیاتوي،چې د بریدګرو شمېر پنځه تنه  وو او یاد برید کې د درې تنه طالب سرتېري، درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي  او پنځه نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت د خبرپاڼې یوه برخه:« د داعش ډلې له خوا پر۴۰۰ بستریز روغتون د برید پلان خنثی کړل شو.  داعشي بریدګرو غوښتل،چې په روغتون کې ملکي خلک، ډاکتران او  ناروغان پر نښه کړي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي، د اسلامي امارت د ويښو ځواکونو له خوا یو یو په نښه او له پښو وغورځول شول. برید د پنځلسو دقیقو په منځ کې کابو کړل شو، داعشي ملیشې د روغتون په دروازه او صحنه کې ووژل شول.»

دغه برید چې د داعش خراسان ډلې لخوا ترسره شوی،په یوه خبرپاڼه کې یې د اسلامي امات د ۴۴ سرتېررو د وژلو ادعا کړې ده.

یاد برید افغانان ویرولي او زیاتوي،چې په وروستیو دوه میاشتو کې د داعش ډلې له خوا سترو خونړیو بریدونو هغه ادعاوې غلطې ثابت کړې،چې ګواګې داعش ډله له پښو غورځېدلې ده.

شنونکی سید اسحاق ګیلاني وايي:« داعش په ټول قوت په افغانستان کي موجود دی،که اسلامي امارت له خلکو سره مینه ونه کړي او د خلکو باور حاصل نه کړي،هره چاودنه چي په هر ولایت کي کېږي،هغه هیلي چي خلک له امارت څخه لري،ډیر ژر به ناهیلي شي.»

شنونکي دغه وضعیت ناهیلی کوونکی او د افغانستان راتلونکې لپاره  ګواښوونکی بولي او د بریدونو په مخنیوي ټینګار کوي.

شنونکی شعور نیازی وايي:« که دغسي پیښي کېږي،د خلکو رواني حالت نور هم زیانمن کېږي او خلک له روان حالته ناهیلي کېږي.»

دا پر سردار محمد داود خان روغتون د داعش ډلې دویم خونړی برید دی،چې ترسره کېږي او یاده ډله په کې د لسګونه کسانو د وژلو ادعا کوي.

تیر برید په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوی وو،چې له امله یې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي وو او له ۵۰و زیات ټپيان وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist