Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت پر غزې تړانګه د اسرائیلو بریدونه په کلکه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/14

د اسلامي امارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له څو ورځو راهیسې د اسرائیلو لخوا د فلسطین پر مظلوم ولس سخت بریدونه روان دي، چې له امله  زرګونه خلک بې کوره شوي او لا هم ورته ویل شوي چې تر یو میلیون زیات فلسطینیان باید خپل کورونه پریږدي او سلګونه ښځې، ماشومان او سپين ږیري قرباني شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د اسرائیلي مشرانو  لخوا په رسمي ډول اعلان شوی چې پر فلسطنیانو خوراکي توکي، اوبه، دوا او تیل چې ټول اړین او لومړني انساني توکي بند شي، چې اسلامي امارت دغه ستر انساني وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې  اسلامي امارت  له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلانوي او له نورې اسلامي نړۍ څخه هم غواړي چې د فلسطینیانو لاسنیوی وکړي او په دې امتحان کې بې تفاوته پاته نه شي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، هغه هېوادونه او سازمانونه چې په نورو مستقلو هېوادونو کې د مداخلو لپاره د انساني او بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو له موضوع څخه استفاده کوي، هغوی د فلسطیني ښځو، نارینه و او ماشومانو په ښکاره حق تلفیو او مظلومیت خاموشه دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې اسلامي امارت په ټوله نړۍ او  په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ کړی، چې د فلسطین قضيې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي او د اسرائیلو د اقداماتو مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist