Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت مولانا فضل الرحمان ته د کابل سفر بلنه ورکړې

اسلامي امارت مولانا فضل الرحمان ته د کابل سفر بلنه ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/18

د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره لېدنه کړې.

په دغه لېدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو خبرې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د سیمې سولې او ثبات لپاره مهمې شوې دي.یادې

د پاکستان  جمعیت علما اسلام ګوند پر خپله اېکس پاڼ لیکلي، مولانا فضل الرحمن ته د افغانستان سفارت له لوري کابل ته د تګ رسمي بلنه ورکړل شوې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هېله من دی چې د دواړو هېوادونو سیاسي مشرانو تګ راتګ کولی شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باور زیات کړي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر اړیکو مثبت تاثرات ولري.

مجاهد زیاتوي: « مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې یو مطرح سیاسي شخصیت او مذهبي مشر دی او د جمیعت علمای اسلام ګوند چې په پاکستان کې اوږده مخېنه لري مشر دی، څو ځلې یې غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته راشي؛ خو دلته به کله شرایط مساعد نه وو، مشران بوخت وو؛ نو اوس بلنه ورکړل شوې چې مساعد وخت دی را دې شي. بله دا چې د پاکستان او افغانستان ولسونه سره ډېر نږدې شراکتونه لري په ځانګړې توګه مذهبي تړاوونه او په دې برخه کې د مشرانو راتګ او لېده کاته مثبت پيغام لري او د دواړو هېوادونو د نږدېوالی او د باورونو د ډېروالي په لار کې اغېزناک تمامېږي. درېیمه خبره دا چې ان شاءالله د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ هر ډول اړیکه او خبرې اترې کېږي او دا د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې تمامېږي.»

په پاکستان کې هم تمې دا دي چې کابل ته د مولانافضل الرحمان سفر به وشي کولی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنیو شته اړیکو پر ناسم وضعیت به مثبت اغیز وکړي.

ازاد خبریال طاهر خان وايي: « زما په نظر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ترمنځ موجوده ستونزه چې ده، د دې لپاره به د اسلامي امارت له لوري دا هڅه وشي چې د مولانا فضل الرحمان له شخصیت او نفوذه ګټه واخلي او شته ستونزې را کمې کړي او د حل لوري ته لاړ شي.»

خو د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې مولانا فضل الرحمان له هغو پاکستانیو سیاسي څیرو دی چې د خپل سیاسي فعالیت له پیله تر دې دمه یې د افغانستان په مسله کې منفي رول لوبولی او نوموړی په دغه موده کې افغانانو ښه پیژندلی دی  او اوس یې راتګ هم کومه مثبته پایله نه شي لرلی.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « مولانان فضل الرحمان او دې ته ورته څېرې چې د افغانستان د نظامونو په نړولو کې یې مستقیم رول لرلی او افغانان یې ښه پېژني. د دین هر هغه عالم چې د افغانستان ولس ته یې بده ورځ غوښتې هغه د افغانانو په ګټه نه دي او د ده راتګ به هم د افغان سرپرست حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ مناسبات ښه نه کړي، ځکه دا څېره ټولو اصیلو افغانانو ته که هغه ملا دی که غېر ملا ټولو ته ډېره څرګنده او بربنډه ده.»

له دې وړاندې په ۲۰۱۳ز کال کې هم چې هغه مهال حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، مولانافضل الرحمان کابل ته سفر درلود خو اوسنی سفر به یې په داسې حال کې ترسره شي، چې له بل هر وخت اوس د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

د پاکستان حکومت په زور د افغان کډوالو اېستلو لړۍ پیل کړې چې په دې ساړه ژمي کې یې تردې مهاله په سلګونه زره افغان کډوال راشړلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist