Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کډوال: د تېر پرتله مو ژوند ستونزمن شوی

اسلامي امارت له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ضرب الاجل غځېدو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

په پاکستان کې د غیرقانوني ګډوالو ته د دغه هېواد له لوري د وتلو ضرب الاجل پای ته نږدې دی.

هلته ميشت افغان کډوال وايي، د ژوند دایره پرې راتنګه شوې او د پاکستاني پولیسو له لورې نیول کېږي او ځورل کېږي.

اسلام اباد کې میشت د افغان خبریالانو د شورا مشر ظاهر بهاند په خبره شپنۍ چاپې، بندې کول، د دوکانونو  او کورونو ورانول او شکجه ورکول د پاکستاني پولیسو پر ورځني چلن بدل شوي.

هغه زیاتوي:« کوم ضرب الاجل چې  پاکستاني چارواکو ټاکلی د ګوتو په شمېر ورځې یې پاتې دي، که چېرې پاکستان دا کار عملي کړي نو لوی ناورین به رامنځته شي. دا هم باید هېره نه کړو چې پاکستان تل له افغانستان سره دوه ګونی سیاست مخې ته  وړی دی.»    

د نومبر لومړۍ نېټې ته که څه هم څو ورځې پاتي دي، خو د پاکستان لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوار یو ځل بیا په ټینګار ویلي چې غیر قانوني کډوال دې له دې هېواده ووځي.

د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارلحق کاکړ وايي:« ټول ناقونونه کډوال باید له پاکستانه ووځي. دغه کډوال کولی شي د پاکستان د وېزي له اخېستلو وروسته بېرته هغه هېواد ته ولاړ شي.»

د کډوالو د حقونو فعاله  آصفه ستانکزۍ وايي:« د افغان کډوالو د اجباري اېستلو په تړاو د پاکستان کړنې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دي. په دې برخه کې غواړي چې نړیوال سازمانونه او انجوګانې د کډوالو په وېستلو کې خپلې همکارۍ  او په ځانګړې توګه مالي برخه کې وکړي.» 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل وایي،لا هم افغان کډوال  د پاکستاني پولیسو له لورې ځورل کېږي او بندي کېږي.

کراچۍ کې افغان کونسلر  سید عبدالجبار تخاري ادعا کوي چې لا هم هغه سلګونه افغان کډوال  د پاکستان په زندانونو کې په سخت کې حالت کې دي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

هغه زیاتوي:«  موږ په خپلو هڅو ۵۰۰ افغانان چې قانوني اسناد یې درلودل ازاد کړل او اوس هم تر زرو زیات بندیان په زندان کې لرو، چې په دې کې زیات هغه افغانان هم شته چې قانوني اسناد لري. په دې موده کې  تر۲۰ زرو زیات افغانان له ډاره بېرته تللي هم دي، چې کېدای شي د نیولو او بندي کولو لړۍ نوره هم چټګه شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د افغان کډوالو ځورول او شکجنه کول د کډوالي نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي او له پاکستانه غواړي چې دغه ضرب الاجل اوږد کړي.

مجاهد زیاته کړې:«د افغان کډوالو وضعیت به بدلون ومومي، که څه هم په دا وروستیو کې یو څه ښه شوی دی؛ خو زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو د ایستلو موده وغځول شي، غیر انساني چلن ورسره و نه شي او دې کار ته اجازه ور نه کړي، همدشان له افغانانو هم غواړو چې هغوی خپل کارونه او کوم سیستم چې لري هغه را ټول کړي او راشي افغانستان ته.» 

پر نړیواله کچه د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ننګول شوې او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف بلل شوې، دوی له اسلام اباده په دې پرېکړې کې د کې تغیر غوښتنه کړې.

بل خوا د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د پاکستان پر وړاندې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکو افغانانو ته ډالۍ کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist