Skip to content
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، له سېلاب ځپلو سره د مرستو په خاطر یې پر نړیوالو بنسټونو او ملګروملتونو غږ کړی دی.
د یاد وزارت چارواکي وايي، په یوازې ځان دغو سېلاب ځپلو ته رسیدنه نه شي کولای او نړیوالې مرستندویه ادارې یې باید ملاتړ وکړي.
دوی وايي، یو شمیر سیمو ته یې لومړنۍ مرستې استولي او خپله ټوله هڅه ي پیل کړې،خو دغه هڅې او مرستې بسنه نه کوي.
پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم رسنیو ته ویلي،په کابل کې یې د ملګروملتونو د بشر حقونو د همغږۍ له ادارې سره په دې تړاو خبرې کړې دي.