Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت له ايران د متقابلو اړيکو پراختيا غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/04

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د کابل- تهران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا فرصتونو پر موضوع علمي بحث کړی.

دې وزارت په يوه بيان کې تمه ښودلې، چې په ايران کې د مسعود پزشکيان پر مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره به د کابل او تهران په مناسباتو کې تحرک زيات او متقابلې اړيکې لا پراختيا ومومي.

د بيان له مخې، د ياد بحث  د ګډونوالو له ليدلوري له افغانستان سره د اړیکو موضوع د ایران لپاره خورا ارزښتناکه ګڼل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې:« دا چې مسعود پزشکیان له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی، هیله‌ بښوونکې نقطه ده. یو شمېر ګډې ننګونې هم شته، چې پر فرصتونو بدلېدای شي. د داعش ډلې ګواښ، ګډه پوله، نشه‌‌یي توکي چې اسلامي امارت ورسره بریالۍ مبارزه کړې، کډوالي، انساني قاچاق او داسې نور هغه ننګونې دي، چې د دوه ‌اړخیز تعامل په صورت کې پر فرصتونو بدلېدای شي.»

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، وهلو ټکولو او زور يې د اخراج لړۍ پر دوام په ایران کې مېشتو افغانانو د غږ او انځور نه خپرېدو په شرط شمشاد ته په لېږلي پيغام کې ويلي، په ايران کې د پولیسو له خوا ورسره ناوړه چلن او زور زیاتی ډېر او له امله یې ستونزې څو برابره زياتې شوي دي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې له ایران سره د افغان کډوالو پر وړاندې د روان زور زیاتي مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

ایران کې مېشت یو افغان کډوال وايي:« زه یو له هغو افغان کډوالو یم، چې په ایران کې اوسیږم. له بده مرغه په ​​وروستیو میاشتو کې موږ له افغان کډوالو سره د غیر قانوني او غیر عادلانه چلن په پېښو کې زیاتوالی لیدلی دی. د ایراني پولیسو په دې اقداماتو کې غیرقانوني توقیف، جبري اخراج او بنسټیزو خدمتونو لکه روغتیا او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي نشتوالی شامل دي او روان  وضعیت د افغان کډوالو په منځ کې جدي اندیښنې پیدا کړې او د ډېرو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غواړي، چې پر ایران او پاکستان فشار راوړي، څو دغلته له افغان کډوالو سره له روان تاوتریخوالي او د دوی له ځورولو لاس واخلي.

دوی له سرپرست حکومته هم غواړي، چې د خپل مکلفيت له مخې د افغانانو پر وړاندې د روان وضعيت په اړه چوپتيا ماته او د دوی حقونه تامين کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« له بلخوا ایران او پاکستان  د دغو فشارونو په وسیله چې په کډوالو باندې یې راوړي، دوی د طالبانو حکومت اړ کوي، چې د دغو هېوادونو سیاسي اهدافو ته پام وکړي، تاسو په خپله ګورئ، چې ویډیوګانې نشر کېږي، په خپله ایراني پولیس دي، چې په څه فجیع شکل سره افغانان وهي. دا د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت دی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې ونیسي او په دې مساله کې باید جدي  اقدام وکړي.»

په دې تړاو مو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت سره پرلپسۍ اړیکې وکړې، خو ځواب يې را نه کړ.

له دې وړاندې سرپرست حکومت ويلي ول، د کوربه هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره  ناوړه چلن ورته د منلو نه دی او دغه راز یې  ایران او ځېنو نورو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې، چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلنده لاس واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist