Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت رهبر د امنيت لا ټینګښت په اړه امنيتي ارګانونو ته لازمې سپارښتنې کړې

اسلامي امارت رهبر د امنيت لا ټینګښت په اړه امنيتي ارګانونو ته لازمې سپارښتنې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو او د استخباراتو له عمومي رییس کتلي دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند وايي، د مولوي محمد یعقوب مجاهد، خلیفه سراج ‌الدین حقاني او عبدالحق وثیق په ګډون د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو هم کندهار کې د اسلامي امارت رهبر ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.

حمدالله فطرت ویلي، دغه ناسته کې د امنیتي ادارو د وړاندیزونه اورېدو سربېره، د چارو د  ښه تنظیم او ظرفیت لوړونې په موخه مهمې پرېکړې هم شوې دي.

فطرت زیاته کړې:« د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رییس محترم ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال محترم ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم مولوي محمد نبي عمري په کندهار کې امیرالمؤمنین ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړ. په ناسته کې د یادو امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واوریدل شول او هغوی ته د اجرأاتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات وشول او د لاښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه لازم تصامیم ونیول شول.»

د پوځي او سیاسي چارو کارپوهان د امنیتي سکټور مسوولینو او د اسلامي امارت مشرتابه ترمنځ ګډې ناستې د امنیت په برخه کې د لا ډېرې همغږۍ او دایمي ثبات رامنځته کولو لپاره مهمې ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « زما په اند دا ډول ناستې په یوه نظام کې معمول کار دی. زه هیله لرم دغه ډول ناستي د دایمي سولې او ثبات لپاره ګټورې تمامې شي او په ورته وخت کې دا چې افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی، په هر ډول ملي مسایلو کې د افغانستان خلک وپوښتل شي او د ملي جرګو له لارې خپلې داخلي ستونزې حل کړي او دغه راز له نړۍ سره هم د یوه مثبت تعامل لاره خپله کړي.»

پوښتنه داده چې د درېیو امنیتي ارګانونو د لوړ پوړو چارواکو او اسلامي امارت د رهبر ترمنځ دا ډول ناستې د افغانستان روان امنیتي وضعیت لپاره څه پایلې لري؟

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نړیوال اوس په دې پوه شول چې افغانستان کې امنیت تأمین شوی، سوله راغلې. نو د دې لپاره باید نړیوال هېوادونه یا خپله اسلامي امارت د افغانستان د امنیت لپاره مثبتې هڅې وکړي، دا د نړیوالو غوښتنه هم ده. زه تمه لرم چې افغانستان نور له ستونزو وژغورل شي.»

د اسلامي امارت رهبر تر دې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د قول اردوګانو له مسوولینو، د دفاع وزارت او د استخباراتو له مرستیالانو سره په لېدنه کې له پوځي لیکو د نامطلوبه کسانو پر ایستلو هم ټینګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist