Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

اسلامي امارت د عاصم منیر تورونه په کلکه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

اسلامي امارت یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد او بې ‌بنسټه وبللې چې وايي، د افغانستان له خاورې نور هېوادونه له خطر سره مخ دي.

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر د يک‌شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونه له خطر سره مخ دي او په خبره يې، اسلامي امارت باید د نورو هېوادونو په ضد د افغانستان خاورې کارېدو مخنيوی وکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند تاز  د نوموړي څرګندونې رد کړې او وايي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد ګټه واخلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « دا روښانه خبره ده چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کېږي او اسلامي امارت په دې اړه ډېر جدي دریځ لري. دغه کار د افغانستان د سټراټيژۍ یوه برخه او ملي ګټې دي او موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د کوم بل هېواد په ضد وکارول شي. پاکستان باید په خپله خاوره کې د نا امنیو مخنیوی خپله وکړي نه دا چې پر افغانستان تور پورې کړي.»

مجاهد له پاکستان غوښتنه کړې چې د ورته ادعاوو په ځای دې خپله انرژي د کورني امنیت پر ښه‌والي  مصرف کړي او له شواهدو پرته دې د کابل له تورنولو لاس واخلي.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان هڅه کوي په لوی لاس د خپلو امنيتي ناکامیو پړه پر افغانستان ور واچوي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « پاکستان افغانستان کې جوړ دولت نه غواړي. یوازې اسلامي امارت سره نه بلکې د افغانستان له هر نظام سره یې ورانه ده. دوی خامخا تورونه لګوي.»

ځينې نور څارونکي بیا وایي، پاکستان پر امنيتي ننګونو سربېره په دې وروستیو کې له ګڼو نورو کورنیو او اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی او ترې د عامو پاکستانيانو د پام اړولو لپاره پر افغانستان بې اساسه تورونه لګوي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پاکستان حکومت غواړي په دې سره خپلې اوږې سپکې کړي او په خلکو دا ومني چې د پاکستان د نا امنیو دلایل په افغانستان کې دي. دوی غواړي له دې مسئلې ناوړه سیاسي ګټه پورته کړي.»

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر داسې مهال له افغانستانه نورو هېوادونو ته د خطر شته والي ادعا کوي چې پاکستان په افغانستان، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په ضد د عملياتو په پلمه، د ملکيانو هدف ګرځولو له امله له نړيوال فشار سره مخ دی.

 ملګرو ملتونو منلې چې د پاکستان پوځ له لوري د ملکي افغانانو په نښه کولو وروستۍ پېښې يې مستند کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist