Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د زمري ۲۴ مه هېواد کې د پنځو لسیزو جګړو پای بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

د جمهوري نظام له پرځېدلو او بیا ځل واک ته د اسلامي امارت د رسیدو درې کاله پوره شول.

بګرام هوایي اډه چې تېر شل کاله د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمهال د امریکا او ناټو ترټولو ستره پوځي اډه وه، اسلامي امارت په کې د خپلې بریا درېیمه کلیزه د ستر پوځي پرېډ په ترسره کولو سره ونمانځه. په دغه پوځي پرېډ کې اسلامي امارت خپل پلي ځواکونه، موټرسایکل سپاره ‍، د ځانګړو عملیاتو ځواکونه، هوایي ځواک او د سترو او درنو وسلو لرونکی ځواک نندارې ته وړاندې کړل.

د رياست ‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د زمري ۲۴ مه نه یوازې د خپل حکومت د بریا ورځ بلکې په افغانستان کې د پنځو لسیزو اوږدو جګړو د پای ته رسېدو ورځ بولي.

عبدالکبیر وايي:« په افغانستان کې د امریکايي نیواک له پای ته رسېدو سره سم، د پنځو لسیزو جګړو، وژنو او ناخوالو لمنه ور ټوله شوه، د قدرت جزیرې له منځه لاړې او د هېواد د آبادۍ لپاره فضا رامنځته شوه.»

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت دا مهال ۴۰۰ زره په سپکو او درنو وسلو سمبال او ژمن ځواک لري او خبرداری ورکوي، چې هېڅوک دې د افغانستان په کورنیو چارو کې  لاسوهنه نه کوي.

حنفي زیاتوي:« له ۴۰۰ زرو ډېر ژمن امنیتي ځواک جوړ شوی او ورسره د زیربنایي جوړښتونو پر جوړونه هم جدي کار روان شوی. څوک د زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، موږ هم د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.»

حنفي وايي، موخه یې د اسلامي نظام لا ټینګښت او پرمختګ دی او هغو ټولو افغانانو ته بېرته راتګ بلنه ورکوي، چې اوسمهال په بهر کې اوسېږي.

د خنفي په خبره، د اسلامي امارت درې کلنه دوره له لاسته راوړنو ډکه بولي او وايي، په دې موده کې فساد، نشه یي توکي او د قدرت جزیرې له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاتوي: « له دې وروسته د اسلامي امارت مجاهدین او ټول افغان ملت له یوې بلې ازموینې او نویو اهدافو سره مخامخ  دي، چې عبارت د اسلامي نظام له ټینګښت او د افغانستان له آبادولو څخه دي. ټولو افغانانو ته بلنه ورکوو، چې خپل هېواد ته راشي او د افغانستان په آبادولو کې ونډه واخلي. اسلامي امارت په تېرو درېیو کالو کې د خلکو په مرسته فساد، نشه يي توکي او د قدرت جزیرې له منځه وړي دي او د خپل بهرني سیاست پر مټ یې له ګڼو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې دي.»

مولوي عبدالکبیر د سرپرست حکومت بهرنۍ سیاست بریالی وګاڼه او زیاته یې کړه، چې له نړۍ سره د تعامل لمن ورځ تر بلې پراخېږي او لسګونه هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او همدا راز اسلامي امارت په ګڼ شمیر هېوادونو کې نږدې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري.

هغه زیاتوي: « اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د خپل بهرني سیاست پر مټ ګڼې لاسته راوړنې لري. لسګونه سفارتونه په کابل کې پرانیستي دي، بهرني ډیپلوماټان او پلاوي کابل ته سفرونه کوي، د اسلامي امارت چاوراکي په بهر کې رسمي کنفرانسونو او غونډو ته بلل کېږي او نږدې ۴۰ بهرنیو استازولیو کې د اسلامي امارت سیاسي استازي د خلکو خدمت کوي.»

 د اسلامي امارت چارواکو داعش د تېر نظام او بهرنیو ځواکونو زیږنده وباله او ویې ویل، دغه پدیده اوس له منځه وړل شوې.

 د دوی په خبره، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ حالات له نږدې څاري او په دې برخه کې د افغانستان ملي ګټې تعقیب کوي.

د رياست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  وايي: «اسلامي امارت په تېرو درېیو کونو کې داعش ډله چې د امریکايي اشغال او تېرې ادارې په شتون کې پیدا وه، له منځه یوړه. موږ د سیمې او نړۍ وضعیت له نږدې څارو، د نړۍ له تحولاتو خبر یو او په ټوله نړۍ کې د سولې او امنیت پلوي کوو. اسلامي امارت د افغانستان د مشروع ګټو د تأمین او د افغانانو حقونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.»

په دې مراسمو کې پر حکومتي چارواکو سربېره، د ځېنو هېوادونو ډيپلوماټانو هم ګډون درلود.

په ټوله کې د اسلامي امارت د چارواکو ټینګار دا وه، چې له ټولې نړۍ سره نږدې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او تمه لري، چې له هېوادونو سره یې د تعامل لمن لاپسې پراخه شي.

د سرپرست حکومت چارواکو ټینګار وکړ،چې د دوحې له هوکړې سره سم  باید ټول هغه بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده شي،چې دا مهال د امریکا له لوري لګول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist