Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي ‌امارت د بشرحقونو څار سازمان وروستی راپور بې اساسه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/27

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم د اسلامي‌امارت مشرتابه شیخ‌هبتة الله اخوندزاده د مخکېني حکومت  سرتېرو په ګډون ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه اعلان کړه چې شل کاله د اسلامي امارت خلاف درېدلي وو،  خو په دغه موده کې د ملګرو ملتونو اړونده ادارې د یاد فرمان د نقض په تړاو راپورونه ورکوي.

د بشر حقونو څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، د دوو کلونو راپدېوخوا د اسلامي امارت یوشمېر ځواکونه د تېر نظام سرتیري، پوځیان او د ملي امنیت ادارې پخواني کارکوونکي تر پېژندو وروسته نیسي، بندیاونوي او وژني یې.

راپورکې دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د موندنو له مخې، د اسلامي امارت د واکمنۍ څلور لومړۍ میاشتې هغه موده یاده کړې چې په کې د نیونو، صحرایي محکمو او تري تم کېدا تر ټولو ډېرې قضیې ثبت شوي دي.

د راپور یوه برخه:« واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د مخکېني حکومت له پولیسو، پوځیانو او د ملي امنیت ادارې له کارکونکو غچ اخېستی او وژنې یې کړې دي. ډېری پوځیان یې تري تم کړي چې له دوو کلونو وروسته لاهم د بشري حقونو نقض دغه کړنې نه دي درېدلي.  یوناما موندلې چې د تېر نظام پخواني امنیتي او پوځي سرتیرو د ورکېدا ډېری پېښې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو په څلورو لومړیو میاشتو کې ترسره شوي. په دې موده کې له یوناما سره د صحرایي محکمو ۱۴۸قضیې ثبت شوي، خو د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د دسېمبر میاشتې تر دېرشمې نېټې ۷۰ ورته نورې قضیې ثبت شوي دي.» 

د بشري حقونو د څار سازمان په دې راپور کې د اسلامي امارت غړي په غچ اخېستنې، خپلسریو، وژنو او ربونو متهم شوي او سرپرست حکومت دغو قضیو ته  په نه رسېدنې او سرسري چلن تورن شوی دی.

د راپور یوه برخه:« د راپور له مخې د طالبانو چارواکي په دې هڅه کې دي چې دغو قضیو ته د شخصي دښمنیو او غچ اخېستنې رنګ ورکړي او په دې سره د پېښو کره شمېرو سره سرسري چلن وکړي. که څه هم دوی ویلي چې له خپلو هغو کسانو سره قانوني چلن کوي چې دغه ډول کړنې ترسره کوي؛ خو هېڅکله یې د خپلو دغو څېړنو پایلې او د مجازات شویو کسانو قضیې نه دي رسنیزې کړي.»

اسلامي‌امارت د ملګروملتونو بشرحقونو د څار سازمان دغه راپور ردوي او وايي، دا او ورته راپورونه د غلطو سرچینو او مالوماتو پر اساس ترتیب شوي او حقیقت نه لري.

شنونکي دغه راز له حکومته د ورته قضیو جدي پلټنې غوښتنه کوي او په باور یې د ورته پېښو دوام به د ملت او دولت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدا لامل شي.

د بشري حقونو د نقض په تړاو د بشر حقونو د څار سازمان دغه راپور داسې مهال ده، چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ او د ملګرو ملتونو اړونده ادارو د اسلامي امارت غړي د عمومي عفوې  فرمان په نقض تورن کړي هغه څه چې د اسلامي امارت چارواکو په کراتو رد کړي او ورته راپورونه یې د نړۍوالې ټولنې د دسیسو برخه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist