Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د اوکراین او روسیې کړکېچ کې د بې پلوۍ پالیسي اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/26

 د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د مسکو او کیف په روانه جګړه کې خپله بې طرفي اعلان کړې او له روسیې او اوکراین یې غوښتي دي،چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

 د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت په اوکراین کې وضیعت له نږدې څاري او د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګندوي.

اسلامي امارت له ښکیلو لوریو د زغم غوښتنه کوي او ټولو لوریو ته په کار ده،چې له داسې دریځونو ډډه وکړي،چې د جګړې د شدت لامل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل بهرني بې طرفه سیاست له مخې، د جګړې له لوریو غوښتنه کوي،چې روان کړکېچ د خبرو اترو او سوله یزو لارو چارو اوار کړي.دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د جګړې له اړخونو هېله کوي،چې په اوکراین کې د افغان محصلینو او مسافرو  ژوند ته پام وکړي..» 

افغانستان په دویمه نړیواله جګړه کې هم بې طرفه پاتې شوی ده.

سره له دې چې نږدې ۴۰ کاله افغانستان ارام وه،خو هغه پرمختګ چې له یوې خونړۍ جګړې راوتلې اروپا  اوس کړی ده، افغانستان ته په نړیوالو مسایلو کې د بې طرفه پاتې کېدو ګټه نه ده کړې.

خو له دې سره سره د سیاسي چارو شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، چې په نړیوالو بحرانونو کې ورګډ نه شي.

 د سیاسي چارو شنونکی  شېر حسن حسن  وايي:« د افغانستان لپاره په ریښتیني ډول همداسې دریځ په کار ده،چې څنګه یې اعلامیه کې څرګندونه شوې ده،ځکه افغانستان په تېرو اوږدو کلونو کې او په تېرو څلورنیمو لسیزو کې د جنګ قرباني هېواد دی او له نړیوالو ډېر د جګړې په بدۍ پوهیږي. دغسې یو دریځ چې د جنګ مخنیوي لپاره وي،پر ښکیلو خواوو باندې د خبرو اترو له لارې  د ستونزې د حل وي، دا سالم دریځ دی.افغانستان ته په کار ده،چې همداسې دریځ باندې په نړیوالو کړکېچونو کې اوسي،په یو خوا باندې د تړاو څخه ځان وساتي.» 

د سیاسي چارو شنونکو ټینګار هم پر دې دی، چې افغانستان نور باید د نړیوالو زبرځواکونو د جګړې له محراق راووېستل شي.

دوی د اسلامي امارت بې پري دریځ په اړه وایي،څنګه چې اسلامي امارت د نړیوالو له لوري په رسمیت نه ده منل شوی،د اکراین او روسیې په جګړه کې د دوی دریځ هم نړۍ ته د منلو نه ده.

 د سیاسي چارو شنونکی توریالی وايي:« اسلامي امارت د نړیوالو له خوا په رسیمت نه دی پېژندل شوی،دا چې طالبانو د اکراین په اړه کوم دریځ غوره کړی،هغه هم نړیوالو ته د منلو وړ نه ده. هرکله چې د طالبانو حکومت د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي،هغه وخت دوی کولای شي،چې د نړیوالو مسایلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.» 

اندېښنه دا ده،چې دا کړکېچ په افغانستان هم خپلې اغیزې لري.

د شنکونو پر وینا، اوس چې د مسکو او کیف ترمنځ کړکېچ  پیل شوی دی،افغانستان د نړیوالو له سترګو لوېدلی ښکاري،چې تر ټولو زیات اغیز به یې راتلونکې کې په اقتصادي سکتور وي.

سم دلاسه په اوکراین کې د روسې له یرغل سره په نړیوالو بازارونو کې د ونډو بازارونه رالوېدلي او د خوراکي او سون توکو بیې ورسره لوړې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist