Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

اسلامي امارت د امنیت شورا له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

د  اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا  له هغې پرېکړې،چې له مخې یې مشران  د درېیو نورو میاشتو لپاره سیاسي سفرونه کولای شي، هرکلی کوي.

 د  اسلامي امارت د ویاند مرستیال  انعام الله سمنګاني همداراز له ملګرو ملتونو او امریکا غوښتي،چې د دوحې د هوکړې په بنسټ دې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي.

سمنګاني زیاته کړه: «موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پریکړې چې د اسلامي امارت د مقاماتو د سفرونو په تړاو یې کړې هرکلی کوو،خو لازمه ګڼو،چې د دوحې د هوکړې پر اساس باید د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د امریکا دمتحده ایالانو د ملګرو ملتونو له تورو لیستونو حذف شي.»

کارپوهان بیا د ملګرو ملتونو دغه پریکړه د اسلامي امارت لپاره یو فرصت ګڼي،چې پر وینا یې باید د افغانستان د بیا رسمیت پیژندنې لپاره ترې ګټه واخلي.

د مشرانو جرګې مخکینی غړی هاشم الکوزی وايي: «طالبانو ته هم په کار ده،چې د ملګرو ملتونو، ناټو او نورو هېوادونو خپلې ستونزې د تورلیستونو په برخه کې دي او یاهم د رسمیت پیژندنې په برخه کې باید حل یې کړي او له دغو درېیو میاشتو د فرصت په توګه ګټه واخلي.»

ځینې بیا په دې باور دي،چې د لنډ مهال لپاره د دغو تحریمونو د لرې کیدو موخه په افغاسنتان کې د ټول شموله حکومت رامنځ ته کیدل دي،هغه څه چې نړیوال یې غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «دا تحریمونه په موقت ډول لري شوي دي. د دې لپاره چې طالب رهبران وشي کولای،چې سفر وکړي او نورو افغاني لورو سره لیدنې ولري، د دې لپاره چې همه شموله حکومت په توګه وپیژندل شي.»

د اسلامي امارت مشرانو د سفرونو جواز د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۳ نیټه پایته رسیدلی و، خو اوس تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغو سفرونو جواز تر راتلونکو درېیو میاشتو تمدید کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist